د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۲

خبرونه

امنیتي چارواکي په بدخشان ولایت کې د پنځو وسله والو مخالفینو د نیولو خبر ورکوي

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند لعل محمداحمدزي آزادۍ راډیو ته وویل، دا پنځه کسان د کشم ولسوالۍ په چارمغز درې کلي کې نن سهار په داسې حال کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول چې په یوه سیمه کې راټول شوي وو او غوښتل یې چې پر امنیتي پوستو حملې وکړي.

احمدزی وايي په تورنو کسانو کې د قاري ناصر په نوم د وسله والو طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی. په عملیاتو کې له تورنو څخه په چاودېدونکو موادو بار یو سراچه موټر هم ترلاسه شوی دي چې د چارواکو په وینا دوی غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یې والوزوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

توماس نیکل­سن د طالبانو له استازو سره پر ګڼو مسایلو غږیدلی

دوحه کې د طالبانو استازي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سرپرست ځانګړي استازي وویل، په قطر کې یې د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت د دوام پر اهمیت او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

توماس نیکل­سن نن په خپل ټویټر کې لیکلي، تېر ماښام یې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره دا موضوعات شریک کړل.

هاخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم ویلي د طالبانو استازو په دې کتنه کې د خیریه سازمانونو، ډیپلوماتانو او د دغو سازمانونو د کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ ورکړ: "په ناسته کې همدا راز په افغانستان کې د نړیوالو موسساتو او سفارتونو د بهرنیو او محلي کارمندانو د امنیت په اړه خبرې وشوې."

ښاغلي نیکل­سن ویلي چې د طالبانو له استازو سره یې د مذاکرو له لارې د افغانستان د روانې کشالې د حل پر اهمیت هم بحث وکړ.

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند، فواد امان، ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات په ۸ ولایتونو کې شوي دي: "په نتیجه کې ۱۴۷ تروریستان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور یې ټپیان شوي دي. د دې تر څنګ امنیتي ځواکونو د خلکو د تګ راتګ پر لارو په لسګونو ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي."

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په لوګر، تخار، سمنګان او کابل کې له پرون راهیسې د ځینو پوستو د نیولو او افغان پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د سولې له هڅو سره- سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي اندازه نه ده کمه شوې.

د ایران د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره خبرې بیا پیلېږي

ویانا کې مذاکره کوونکي

مذاکره کوونکي د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره، د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره خپلې خبرې بیا پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، لا هم پر ګڼو عمده مسایلو اختلافات پرځای پاته دي.

نننۍ خبرې د هغو مذاکرو لړۍ ده چې ایران او د نړۍ شپږ پیاوړي هېوادونه په کې ښکېل دي او له اپرېل میاشتې په ویانا کې روانې دي.

د امریکا متحدو ایالاتونو له اټمي تړونه په ۲۰۱۸میلادي کال کې د وتلو اعلان وکړ او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول.

د هغه تړون له مخې ایران د اقتصادي بندیزونو کمېدو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړی و.

د روسیې مذاکره کوونکي میخایل اولیانوف خپل یوه ټویټ کې ویلي، د اټمي تړون د بیابرحاله کېدو لپاره ګډ کمیسیون نن بیا سره ګوري.

ارمنستان کې خلک نن پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې کاروي

ارمنستان کې ټاکنې

په ارمنستان کې خلک نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې کاروي.

وروسته له هغې چې ارمنستان له اذربایجان سره د لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ پر سر د شپږو اوونیو لپاره جګړه وکړه، په دغه هېواد کې له څو میاشتو کړکېچ اوج ته رسېدلی و.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان، د اپوزیسیون د لاریونونو او مخالفتونو له کبله تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو اعلان وکړ.

دا لاریونونه او مخالفتونه د پاشنیان له خوا له اذربایجان سره د هغې جګړې په تړاو پیل شول چې بالاخره په نوومبر میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب د اوربند موافقې تر لاسلیک وروسته پای ته ورسېده.

د ارمنستان تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو ته د رایې ورکولو تر ۲۰۰۰ زیات مرکزونه پرانیستل شوي دي.

په دغه هېواد کې دوه میلیونه او شپږ لکه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي. اټکل کېږي د دغو ټاکنو لومړنۍ نتیجه نن ناوخته اعلان شي.

۲۰۵ اتل قول اردو: ارزګان کې ۴۳ طالبان وژل شوي

ارزګان کې امنیتي ځواکونه

۲۰۵ اتل قول اردو په ارزګان ولایت کې د ۴۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۲۸ نورو د ټپي کېدو ادعا وکړه.

د دغې قول اردو، مرستیال ویاند صادق عیسی، نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) سهار رسنیو ته وویل، دغه عملیات پرون شوي: "د افغان هوايي ځواکونو په ملاتړ، د ارزګان ولایت په چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې تصفیوي، کومانډويي او هوايي عملیات شوي دي. په دغو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال ترهګر ووژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شول."

۲۰۵ اتل قول اردو په بله اعلامیه کې پرون د کندهار په میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې هم د ۱۱ طالبانو د وژلو او ۷ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.

بل خوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر بیا په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژلو او ۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه شمېر وسلهوالو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر دغو پېښو د وسله والو طالبانو ویاندویانو تبصره نه ده کړې.

چارواکي: نه پرېږدو چې د افغان خاورې ځینې برخې له وسله والو سره وي

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه نه پرېږدي چې د افغانستان د خاورې ځینې برخې تل د وسله والو په کنټرول کې پاتې شي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) وویل، د هغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پلانونه سنجول شوي چې د طالبانو له خوا یې د نیولو ادعا شوې ده: "زموږ امنیتي ځواکونه په تودو سنګرونو کې دي، اجازه نه ورکوي چې د هېواد د جغرافیا ځینې برخې په دایمي ډول له سقوط سره مخامخ شي. هغه ولسوالۍ چې طالبان ادعا کوي د دوی په لاس کې دي، د هغوی د بېرته نیولو او د طالبانو د ځپلو پلان او تدابیر ورته لرو."

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د بلخ یوې باورې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډیو ته وویل چې چهاربولک ولسوالي نن سهار لس نیمې بجې د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوه.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

بل خوا د لوګر امنیې قوماندانۍ ازادي ته ویلي، امنیتي ځواکونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د خروار ولسوالۍ له مرکزه خپلې پوستې بل ځای ته انتقال کړي دي.

لوګر چارواکي وايي خروار ولسوالۍ کې یې د خپلو پوستو ځای بدل کړی

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

د لوګر ځایي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په هدف یې په خروار ولسوالۍ کې خپلې پوستې تغیر کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت خروار ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او یوازې د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په هدف، امینتي پوستې، نوېو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د لوګر د ولایت مقام ویاند دیدار لونګ وایي، د خروار ولسوالۍ درې کاله وړاندې، د لوګر مرکز ته انتقال شوې وه او یوازې د خواجه انګور په سیمه کې څلور امنیتي بېزونه ځاى پر ځاى و چې نن یاد ګډ بېزونه هم انتقال شوي او په نویو ځایونو کې ځای پرځای شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تېره شپه یې د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ نقلي مرکز چې د خواجه انګور او پنج پای سیمو تر منځ په یوه قرارګاه کې جوړ و، له شااوخوا امنیتي پوستو سره نیولی دی.

دایکنډي کې د لبنیاتو د پروسس یو لوی مرکز جوړیږي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په دایکنډي کې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لبنیاتو د پروسس یو لوی مرکز جوړیږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لبنیاتو د پروسس یاد مرکز د دایکنډي په خدیر ولسوالۍ کې جوړیږي: "دغه مرکز د لبنیاتو د پروسس د زیاتوالي په هدف جوړیږي چې د افغان حکومت له بودجې به نږدې شپږ میلیونه افغانۍ پرې ولګول شي."

نوموړي وویل چې د لبنیاتو د پروسس په یاد مرکز له ۵ میلیونو افغانيو ډېر لګښت راځي چې په درېیو میاشتو کې به بشپړ او ګټې اخېستنې ته چمتو شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، افغانستان کې د لبنیاتو د پروسس لپاره خورا ښه طرفیت لري او دایکنډي له هغو ولایتونو یادوي چې ډېری وګړي یې له دې لارې کورنی اقتصاد پرمخ بیایي.

ښاغلی رستمي وایي، دوی په راتلونکي کې پلان لري چې د لبنیاتو د پروسس ورته نور مرکزونه په نورو ولایتونو کې هم پرانیزي.

مالیې وزارت: ملي بودجې ته به د ۱۰۱ میلیونه یورو مرسته ور زیاته شي

د ماليي وزارت

ټاکل شوې چې د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان ملي بودجې ته د ۱۰۱ میلیونه یورو په شااوخواکې مرسته ور زیاته شي.

د مالېې وزارت ویاند رفیع تابع نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرسته د جنیوا کنفرانس د ژمنو پر بنسټ ترسره کېږي.

نوموړي وویل چې په دې اړه د مالیې وزارت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکونې عمومي رئیس په مشرۍ د مالیې وزارت، اروپایي ټولنې او پلي کوونکو دولتي ادارو د با صلاحیته استازو تر منځ نن یوه ناسته هم جوړه شوې وه.

ښاغلی تابع وايي، په یاده ناسته کې د حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د قرارداد جوړونې په چوکاټ کې د ژمنه شوېو اصلاحاتو پلي کولو په برخه کې د دولت د پرمختګونو وروستی راپور تر غور لاندې نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د دې راپور نقل د یوې اوونۍ په اوږدو کې په رسمي توګه د اروپایي ټولنې د سیاسي نمایندګۍ په مرسته ولېږل شي.

د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری د کرونا له امله مړ شو

د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری

د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) سهار د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د عبدالله مقري زوی میرخان د خپل پلار مړینه تایید کړه.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د مقري د مړینې اوازې خپرې شوې وې، خو وروسته د ده زوی او خپلوانو رد کړې.

مقري سلګونه سندرې او ملي ترانې ویلي او هنر یې ډېر مینه وال لري.

مقری په کورونا ویروس اخته و.

په وروستیو کې د کرونا له کبله په افغانستان کې د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان: د ایران له نوي ولسمشره دې د جرمونو څیړنه وشي

ابراهیم رييسي

د بښنې نړیوال سازمان د ایران د ولسمشر په توګه د ابراهیم رييسي د بریالیتوب د اعلان په غبرګون کې وویل، له نوموړي څخه باید د جرمونو تحقیقات وشي.

دې ډلې د ۱۹۸۸ کال په دوبي کې د زرګونو سیاسي بندیانو اعدام کېدو ته په اشاره ویلي، د ایران راتلونکی ولسمشر ابراهیم رييسي باید د نړیوالو جرمونو په خاطر تر جنايي تعقیب لاندې راوستل شي.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انترنیشنل پرون شنبه (د غبرګولي په ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې د ۱۹۸۸ کال پېښې د بشریت پر ضد جنایتونه بللي دي.

د ۱۹۸۸ کال په دوبي کې د روح الله خمیني په امر ډېر شمېر سیاسي بندیان په داسې حال کې اعدام شول چې ابراهیم رييسي د تهران د څارنوالۍ مرستیال او د هغه پلاوي غړی و چې د مرګ په پلاوي مشهور و. دغه پلاوي د بندیانو د اعدامونو په اړه پرېکړې کولې.

د سعودي ایتلاف د حوثي یاغیانو ۱۱ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي

ارشیف، ویجاړه شوې بې پیلوټه الوتکه

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف وايي، په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو له لوري ورلېږل شوې ۱۱ بې پېلوټه الوتکې یې ویجاړې کړي دي.

د سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون پرون شنبه (د غبزګولي په ۲۹مه) د پوځي ايتلاف په قول وویل چې ۸ انتحاري بې پېلوټه الوتکې د سعودي عربستان په جنوب لوېدیځ کې د نجران ښار لورته او دوه د خمیس مشیط ښار خوا ته توغول شوې وې.

امریکا په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر بهیر نیوکه وکړه

ایران کې ټاکنې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر بهیر او د ولسمشر په توګه د ابراهیم رييسي پر غوره کېدو انتقاد وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون شنبه(د غبرګولي ۲۹مه) وویل چې د ایران د کورنیو چارو وزارت له لوري یې د ابراهیم رييسي د بري خبر لیدلی دی، خو ایرانیان په یوه ازاده او عادلانه انتخاباتي پروسه کې د خپل مشر د غوراوي له حقه بې برخې شول.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې انتخاباتو کې ابراهیم رييسي څه باندې ۱۷ میلیونه او ۹۲۶ زره رایې ترلاسه کړي دي.

قریشي: د افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي بدله شوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د خپل ګاونډي افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي بدله شوې او د راتلونکې داسې یوه نظام ملاتړ کوي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وي.

ښاغلي قریشي دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره په مرکه کې چې پرون شنبې(د غبرګولي ۲۹مه) خپره شوه، کړي او ویلې یې دي چې په افغانستان کې روغه جوړه، یو د بل په خوا کې ژوند کول او د ټولو افغانانو په منځ کې خبرې د سولې د خبرو د پرمخ بیولو یوازینې لاره ده.

د قریشي په خبره یوه امن او ثبات لرونکی افغانستان د پاکستان په ګټه ځکه دی چې موږ ته له سیمې سره د نښلولو امکانات برابروي: "یوه سوله ییز او باثباته افغانستان یوازې د افغانستان اړتیا نه بلکې پاکستان هم دا شی غواړي. موږ له دې ګټه اخلو."

قریشي دا رد کړه چې ګنې هېواد یې په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ورکړی او ویې ویل چې د دوی اکثره مشران په افغانستان کې دي.

هغه تور چې کابل تل پر اسلام اباد لګولی دی.

قریشي زیاته کړه، هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي او له له طالبانو سره تماسونه د دې لپاره دي چې د سولې د خبرو لپاره اسانتیا رامنځ ته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشاره وویل، هېواد یې دې ته اندېښنه چې افغانستان بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شي.

نوموړي همدارنګه هغه راپورونه چې وایي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پاکستان لېوالتیا ښکاره کړې چې په خپله خاوره کې امریکا ته اډې ورکړي چې له هغه ځایه عملیات مخ ته یوسي، رد کړل.

شهرزاد اکبر: د تأسیساتو د ورانولو دوام د افغانستان د ورانولو دوام دی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ټولګټو تأسیساتو د ورانولو دوام، د یوه هېواد د ورانولو لپاره جګړه وبلله.

شهرزاد اکبر پرون شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه ټویټ کې وویل چې د طالبانو له خوا د ټولګټو تاسیساتو د ورانولو، پر اسیرانو ډزې او د ولسوالیو اقتصادي محاصره هغه اعمال دي چې په ښکاره له دیني اساساستو او نړیوالو بشر دوستانه حقوقو سره په ټکر کې دي.

د اغلې اکبر په وینا د دغو اعمالو دوام په افغانستان کې د انساني منابعو او د تاسیساټو د بشپړ ورانولو ښکارندویي کوي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښیي وسله وال د فراه د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ ورانوي.

طالبانو د دغې ویډیو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې ویلي و چې ټولګټې تاسیسات نه ورانوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG