د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

په اچین ولسوالۍ خلک وايي د داعش بې ساري ظلم سره مخ دي


د داعش ډلې له لاسه د یوه بې ځایه شوي کډوال وینا:

((وی خدایه ظالمانو یو زوی راته حلال کړ او بل يي بندي کړی وو.

زما زوی .... راته حلال کړئ.))

دغه ژړا او له درده ډک فریاد د هغو عمر خوړلو دی چې د داعش وسله والې ډلې د دوی پر وړاندې ورته د بچيانو سرونه غوڅ کړل، کورونه يې ورته وسوزول او اوس ډک زړه په کنډوالو کې شپه او ورځ خپل غم له ځانه سره ژاړي.

نه یوازې دا سپین سرې مور او سپین ږيری پلار د خپلو بچو پر غم ژاړي، په دې ولسوالۍ کې په لسګونو نورې کورنۍ هم شته چې بچې د پلار او میرمنې د وخاوند غم ژړوي.

د دې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د دوشنبې په ورځ اچین ولسوالۍ ته لاړو او د ولسوالۍ په انګړ کې د دغو ځینو کورنیو دردیدلي کسان راټول شوي وو، د دوی په څېرو کې د ظلم او وحشت کیسې له ورایه ښکارېدې.

يو سپين ږیرۍ بابا چې لکړه په لاس د خلکو په منځ کې ولاړ دی، داعشيانو دده په مخکې ورته د زوی سرغوڅ کړ، دی نه پوهیږي چې څنګه خپل درد راسره شریک کړي، ځکه د هغه زړه دومره دردیدلی دی چې د خبرو پرځای بس یوازې ژړا کوله.

په دې سیمه کې هغه دوه کوچني ماشومان هم راغلي وو چې پلرونه يې د داعش له خوا په بمونو الوزول شوي.

دغه ماشومان په سرو سترګو وايي، هغه ویډیو مو ولیده چې زما او د ده پلار داعشيان له څټه نيسي او پر بمونو يې کښینوي دوی وايي، دا خلک موږ ټول پيژندل عام او بې ګناه خلک وو، داعش ولې دومره ظلمونه کوي:

((یتيم: نه مو پلار په قام کې پاڅيدلی و، نه امارت کې و، زموږ پلار يې بې ګناه وواژه، دا ولسوال چې راغی زموږ پوښتنه وکړه موږ يي راوغوښتو.

یتیم ماشوم: زما پلار يې په بمو کينولی و وواژه، بېګناه و، نور زموږ کورنه يي هم وسوزول.))

اچين ولسوالۍ ته دا سفر دومره دردونکی و چې هرقدم وړاندې تلو خلکو به د داعش د ظلم یوه نوې کيسه رامخې ته کړه، په همدې سیمه کې یوې کلا ته لاړو، چيرته چې د داعش د ظلم نه راکډه شوې کورنۍ د خیمو لاندې ژوند کوي.

دې کلا ته د ورننوتلو سره سم یوه سپین سرې مور زموږ په لور راروانه وه او له ځانه سره يې خیراوې کولې، داسې بریښیدله چې د مورکۍ زړه ډک دی او غواړي خپل زړه د کمرې مخې ته تش کړي.

دې ویل داعشیانو رانه دوه زامن بوتله یو يې راته حلال کړ او بل يې راته د پیسو په زور راخوشې کړ:

((وړکي يې رانه ونیوه، یو يې راته حلال کړ او بل مو د پیسو په زور راخوشې کړ، بس دا یو يې راته خوشې کړ او د دې بل زوی مې عجل ولاړ.))

د زوی په درد کې دردیدلې مورکۍ هغه وخت د خبرو پرمهال بې حاله شوه شوه چې ویل يې وروره دا د مسلمان کار نه دی:

((دا د مسلمان کار نه دی زویه‌، وی وی الله خیر کړې.))

ومو غوښتل چې د دوی کليو ته لاړ شو، چيرته چې د داعش وسله واله ډله فعاله ده ایا ریښتیا هم دې خلکو د جنت په څيرښکلې درې د داعش د ظلم له امله پريښي د عدلخيلو سیمو په لور روان شو.

په دې سیمو کې کورونه خالي دي، د ماشومانو د لوبو پر ميدانونو سپيرې خاورې پرتې دي بس یوازې د وهم او ظلم چوپه چوپتيا خوره ده.

د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير او د روغتيا برخې یوه ډاکټر راته په سیمه کې وویل چې په هغو سیمو کې چې داعشيان فعاله دي هلته ښوونځي او کلنيکونه هم بند دي:

((زموږ ځيني کلنیکونه بند شوي دي، موږ درمل او سټاپ مشکل نه لرو بره تقریبا د شډل،مامند او عدالخيلو کلنیک دا ټول بند شوي دي.

تاج محمد: د دې ناامنۍ نه شپږ بابه ښوونځي د مامند په دره کې د همدې وسله والو جګړو له امله بند شوي دي.))

د اچين ولسوالۍ لپاره نوی ورپيژندل شوی ولسوال حاجي غالب مجاهد وویل چې د دې سیمې ولسونه د وسله والو له خوا ډير زیات ځوریدلي او وویل چې د ولسونو په ملاتړ به دغه ولسوالۍ له داعشيانو پاکه کړي:

((دغه کومه سیمه کې چې موږ ولاړ یو دا بره دره چې ښکاري دا د مامند دره ده دلته د داعش پوستې دي تاسې ته ښکاري او هغه پورته دره هلته امارت دي خو کله چې زه راغلی یم انشالله تصمیم لرم چې ډير ژر به دوی ته ماتې ورکړم او دا ولسوالۍ به د وسله والو نه پاکه کړم.))

د سپین غره په لمن کې پرته د شینوارو دره له تیرو دوو کلونو راهیسې ناامنه ده.

خلک وايي، پخوا به په دې سيمو کې طالبان فعاله وو او د جنګ جګړو پرمهال به د سیمې خلک ځورول کیده او پر خلکو به يې وحشت خپرولو، دوی وايي اوس داعشيان د ظلم،زور او وحشت نوې طریقې پر ولسونو ازمايي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

په شینوارو کې خلک وايي د داعش بې ساري ظلم سره مخ دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:17 0:00

XS
SM
MD
LG