د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

افغان سوداګرو او پانګوالو د خپلو فعالیتونو د بندولو ګواښ وکړ


افغان سوداګراو پانګوال وايي، که په کابل او نورو ولایتونو کې د دوې د تښتولومخه ونه نیول شي، خپل فعالیتونه به ودروي.

که څه هم حکومت بیا بیا ویلي چې د سوداګرو او پانګوالو د سرومال ساتنه د دوی په لومړیتوبونو کې ده او د فعالیت اسانیتاوې به ورته برابرې کړي؛ خو سوداګراو پانګوال وايي، د نوي حکومت له جوړېدو وروسته، د هېواد په اکثرو لویو ښارونو کې دوی ته ګواښونه زیات شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ که حکومت د سوداګرو امنیت ته تدابیر و نه نیسي؛ له فعالیتونو به لاس واخلي.

ښاغلی الکوزی دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې تېره ورځ له کابل ښار څخه نامعلومو وسله والو یو سوداګر وتښتاوه:

((موږ د افغانستان د اتباعو په حیث او خصوصي سکتور پورې مربوط، له زیان سره مخ یو. مهمه او د خواښینۍ خبره دا ده چې د هغو کسانو له خوا تښتول کیږو او وژل کیږو چې په نظام کې شامل دي. که امنیتي ځواکونه تښتول شوی سوداګر پیدا نه کړي؛ موږ به یوه بوجۍ اوړه هم کابل ته رانه وړو.))

د سوداګرو د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ شاوخوا یوه بجه؛ د کابل ښار د باګرامیو له یوه مارکیټ څخه، د وحدت الله په نامه یو سوداګر نامعلومو وسله والو تښتولی دی.

سوداګرو داهم وویل، تښتوونکو په دې پېښه کې له امنیتي یونیفورم؛ وسلو او د امنیتي ارګانونو له موټر څخه کار اخیستی دی.

د تښتول شوي سوداګر پلار محمد اصف وویل؛ دردوونکې دا ده چې زوی یې په رڼا ورځ د پولیسو مرکزونو ته نږدې؛ له یوې خوندې سیمې څخه په زوره وړل کیږي:

((موږ خلکو ته خدمت کړی که حکومت د دې په بدل کې موږ ته دا جزا راکوي دا بله خبره ده. زه له جمهور ريیس او اجراییه رییس او د امنیت له شورا نه غواړم چې زما زوی که په هرځای کې وي؛ پیدا او راستون یې کړي.))

سوداګرو ویل چې په سختو شرایطو کې يې له فعالیته لاس نه دی اخیستی او پانګې یې بهرته نه دي ایستلي؛ خو امنیتي ارګانونه یې پر وړاندې بې پروايي کوي.

د خوراکي موادو د واردوونکو د ټولنې مشر همایون خبرداری ورکړی چې که په اته څلویښت ساعتونو کې، تښتول شوی سوداګر و نه موندل شي؛ په کابل او نوروښارونو کې به، د خوراکي موادو د کانونه وتړل شي.

د کا بل امنیه قوماندانۍ د جنایي څېړنو ريیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل؛ هڅې تیزي شوي څو دغه سوداګر ډېر ژر وموندل شي:

((موږ خپله دنده ګڼو چې دې قضیو ته رسیده ګې وکړو او عاملین یې وینسو

د دې قضیې سره سم د کابل پولیسو له نورو امنیتي ارګانونو سره یوځای؛ هڅې تیزې کړي دي، هیله ده په ډېره لږه موده کې تښتول شوی وموندل شي.))

ښاغلي عبیدي دا ادعا رد کړه چې ګواکې پولیسو دا عمل ترسره کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې سوداګر او له داسې پیښو شکایت بلکې له دې وړاندې هم په لسګونو ورته شکایتونه شوی دی.

سربېره پردې کابل ښاریان له غلاګانو هم شکایت کوي؛ دوی وایي، که حکومت د دغو غیرقانوني کړنو مخه ونه نیسي؛ د خلکو او حکومت ترمنځ به فاصله او بې باوري زیاته شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG