د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

فیفا: د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له خوا پيشنهاد شوې طرحه غور ته اړتیا لري


د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو موسسه فیفا وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له خوا پيشنهاد شوې لنډ مهاله طرحه په ځينو برخو کې غور ته اړتیا لري.

د شفافیت د کمیټې جوړېدل، د انتخاباتي حوزو ویشل، د غوراوي کمیټه، د مرکزي او ولایتي دفترونو تر منځ اړیکې؛ د دارالانشاء اړوند مسایل او د دواړو انتخاباتي کمیسیونونو تر منځ اړیکې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون هغه وړاندې شوي موارد دي چې د فیفا په باور بیا کتنې ته اړتیا لري.

د فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې اجرائیه رئیس یوسف رشید د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ دا پيشنهاد شوې طرحه تر یو بریده د انتخاباتو د شفافیت لپاره مرسته کوي؛ خو د ده په باور په مجموع کې یو لړ نیمګړتیاوې هم په کې شته:

((تر کومه چې موږ څیړلې، دا طرحه بشپړه نه ده. ځينې موارد شته چې باید ورباندې غور وشي او د انتخاباتي اصلاحاتو یوه برخه و اوسي. ځکه لا هم ځينې جدي مسایل چې باید ورباندې کار شوی وای؛ یا څېړل شوي وای، نه لیدل کیږي.))

ښاغلي رشید د انتخاباتي اصلاحاتو له کمیسیون څخه وغوښتل چې دا طرحه په دقت سره وڅېړي.

خو د فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې په باور په دغه طرحه کې یو لړ مثبت موارد هم شته.

دغه موارد د رای ورکوونکو د لست جوړول؛ په انتخاباتي څوکیو کې د ښځو د ونډې زیاتوالی؛ د رای ورکولو د سیسټم بدلون، شکایتونو ته د رسیدګۍ میکانیزمونه او ځينې نور مسایل دي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون نږدې دوه اونۍ مخکې د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره خپله طرحه حکومت ته وسپارله.

افغان حکومت د دغې طرحې له لسو پیشنهادونو څخه اووه یې تایید کړه او وروسته بیا ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په ورکولو سره د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ته دنده وسپارله؛ څو د پاتې دریو پيشنهادونو حقوقي، تخنیکي او عملي اړخونه لا ډېر مطالعه کړي.

په همدې حال کې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي د فیفا د غوښتنو په ځواب کې آزادي راډيو ته وویل چې دوی هم په پام کې لري؛ څو د روان کال د قوس میاشتې تر پایه پر یو لړ پیشنهادي مواردو له سره کتنه وکړي.

((دا سمه ده چې موږ د روان کال د قوس میاشتې تر پایه پر ځینو مواردو له سره کتنه کوو. خو په دغه طرحه کې اتیا فیصده پیشنهادونه د انتخاباتي بنسټونو مربوط و.))

له دې وړاندې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ویلي وو چې د دغه کمیسیون وړاندې شوې طرحه له خلکو، مدني ټولنو او د انتخاباتي چارو له کارپوهانو سره په مشورې جوړه شوې ده.

خو د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وايي؛ دا طرحه حکومت ته تر سپارلو مخکې له دوی سره نه وه شریکه شوې.

دوی ټينګار کوي چې ښایې دا کمیسیون د سیاسي ملحوظاتو له مخې لکه څرنګه چې لازمه ده په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحات را نه ولي.

XS
SM
MD
LG