د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

په پټان کې وسله وال د هوا له لارې اکماليږي


له تېرو اوو ورځو راهيسې د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ پر سرحدي پوستو جګړه روانه ده او چارواکي وایي چې په دې جګړه کې له پنځه سوو څخه زيات وسله وال او له ۱۰۰۰ زيات د پاکستان ملېشه ځواکونه شامل دي.

په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون لپاره د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک ازادي راډيو ته وويل چې په دې جګړه کې دوی وسله والو ته زياته مرګ ژوبله اړولې.

نوموړی وایي، په شته امکاناتو جګړې ته دوام ورکوي او په خبره يې وسله وال او پاکستانۍ ملېشه ځواکونه غواړي چې د دوی پوستو ته ځانونه ورسوي:

((جنګ تر اوسه پورې په هماغه پوستو باندې روان دی؛ دوی ډېر زيات کوشش کوي چې په هر شکل وي دغه پوستې لاسته راوړي او موږ هم زيات کوشش کوو چې دوی دې پوستو ته ونه رسيږي.

زه دا نه شم ويلای چې دا يوازې د وسله والو جګړه ده؛ په روان جنګ کې د وسله والو څخه په قرار د معلوماتو د پاکستان پرسونل زيات دی او دا مستقيماً د پاکستان جګړه ده.))

دی زياتوي چې په روانه جګړه کې د دوی د معلوماتو پر اساس پاکستاني ځواکونه مستقيماً له وسله والو سره په ليکو کې د افغان ځواکونو په خلاف جنګيږي او دوی ته د رسېدليو معلوماتو په بنياد چې وسله وال د هوا له لارې اکماليږي:

((بدبختانه ووايم چې بيا هم دوی ډېر په قوت سره پرسونل ورته راليږي؛ ملېشه يې او پوځيان يې ورته راځي؛ دوی مقاومت کوي او سقيله سلا استعمالوي او بېګاه هم موږ ته اطلاعات ورسېدل چې دوی ته د متا سنګر په منطقه کې هلکوپټرونه کېناستل او دوی ته يې اکمالات وکړل او په اساس د اطلاعات کشفي چې موږ ته رارسېيږي؛ تر نن سهاره پورې چې تاسو اوس تشريف راوړی دی؛ له اولې ورځې نه تر ننه پورې دوی ۸۲ کسان ختم شوي او تر ۳۰ زيات ټپيان شوي دي او داسې اطلاع هم رارسېدلې چې ۲۰ مړي خو په صده کې يوه شفاخانې ته انتقال کړي دي.))

خپلواک دا هم وايي چې د جګړې له پيله تر دې مهاله د ډنډې پټان په سيمه کې درندې وسلې استعماليږي.

دا جګړه د تېرې دوشنبې په ورځ پيل شوې او تر اوسه دوام لري او د چارواکو په خبره چې له مرکزي حکومت څخه يې د هوايي مرستې غوښتنه کړې؛ خو تر دې مهاله يې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

راپور- ازادۍ راډيو

XS
SM
MD
LG