د پکتيا مرکز ګردېز او کابل ترمنځ غځېدلې لويه لار د سهار راهيسې د ټرافيکو پرمخ د ولايتي شورا، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ياد ولايت د تجارانو له خوا تړل شوي او دغه احتيجاج يې همداسې دوام لري.
دغه لار په دې هدف تړل شوې، چې د مرکزي حکومت په سپارښتنه په پکتيا ولايت کې د ايسا دفتر د ولايتي شورا د وکيلانو په خبره د تعصب پر اساس لغوه شوی دی.
د پکتيا ولايتي شورا ريس سردارخان ملنګ زوی د خپل احتيجاج په اړه وويل، چې که چېرته يې مرکزي حکومت غوښتنې وانه وري، دوی به د لارې تړل کېدو ته همداسې دوام ورکړي:
((نو ترهغه وخته به موږ دا لار بنده کړې وی چې ترڅو پورې په پکتيا کې د ايسا دفتر سره له معذرت څخه خلاص نه شي او که چېرته دا دفتر خلاص نه شي، نو موږ به سبا په کابل کې د ايسا د دفتر دروازه هم وتړو او دا لار به همداسې دوامداره بنده وي.))
د نوموړي په خبره، د ايسا دفترد سياسي ستونزو په اساس تړل شوی دی او که چېرته پرې د خلاصون عاجل اقدام ونه شي، دوی به حکومت ته لويې ستونزې جوړې کړي.
د لارې د بندښت په اړه د پکتيا قومي مشران او مدني فعالان هم وايي، چې دغه رياست بندول د حکومت په ضعف دلالت کوي، د پکتيا يو تن قومي مشر او مدني فعال ګل کريم سحر:
((حاجي عبدالحميد د ګردېز يو تن سپينږيری، موږ چې دغه لار بنده کړې، په دې خاطر، چې مرکز کابل له موږ سره ښه سلوک نه دی کړی، ظلم شوی دی د ايسا دفتر يې بند کړی، نو په دې اساس مو دا لار بنده کړې، دا تنها د تجارانو غږ نه دی، د ټولې پکتيا غږ دی، چې که چېرته غږ وانه ورېدل شي، موږ به نورو کارونو ته هم لاس واچوو.))
((دا چې نن موږ د پکتيا ولسونو دا لار تړلې، په دې خاطر چې مرکزي حکومت تل له پکتيا سره مور او مېرې سلوک کړی دی، دوی بايد خدمات وړاندې کړي د خلکو لپاره، نه داسې چې خپل دفترونه وتړي، چې که چېرته بوديجه نه لري، د دې په ځای چې يو دفتر يا بل دفتر لغوه کوي، ښه دا ده، چې ټول ولايت څخه خپل حکومت ټول کړي.))
دا لار په داسې حال کې تړل کيږي، چې يوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د ايسا دفتر مشر قربان حقجو او اداري پلاوي يې پرېکړه وکړه، چې تر دې وروسته به د پکتيا د امکاناتو نشتوالي له امله لغوه اعلانوي.
راپور- داود تپان- پکتيا