د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۶

کاظمي: ۱۱ پولیس په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوي


د کورنیو چارو وزارت وايي چې له مخدره موادو سره د مبارزې یوولس پولیس په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي آزادي راډیو ته وویل چې دا پولیس تېر ماښام په هلمند کې په دنده بوخت وو چې د بهرنیو ځواکونو له خوا پرې بمبار شوی دی.

((د مخدره موادو پر وړاندې ډ مبارزې پولیس د هلمند د ګرمسېر په ولسوالۍ په رسمي عملیاتو بوخت وو چې متاسفانه بهرنيو پوځيانو پرې حمله کړې؛ یوولس کسان مو وژل شوي؛ څلور ټپيان دي او یو لادرکه دی.))

ښاغلي کاظمي وویل چې د دې پيښې د څېړلو لپاره سبا یو پلاوی هلمند ته ورځي.

په افغانستان کې میشتو بهرنیو پوځیانو هم یو شمېر رسنیو ته دا پېښه تایید کړې ده.

پخواني معلومات:

د هلمند ولایت چارواکي وایي چې بهرنیو ځواکونو د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په یو شمېر منسوبینو هوايي بمبار کړی چې مرګژوبله یې هم اړولې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له آزادي راډيو سره په خبرو کې ونه ویل چې په دې بمبار کې څو کسان وژل شوي او ټپيان دي؛ خو ویې ویل چې دا پيښه تېر ماښام د ګرمسېر او ناوې ولسوالیو په اړوند ریګ سیمه کې هغه وخت شوې چې یاد کسان دندې لپاره وتلي وو.

اخوا د هلمند د پولیسو یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل چې په د بهرنیو ځواکونو په دې بمبارۍ کې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې او ملي امنیت پنځه دېرش کارکونکي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG