د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي ټیم د اتلولۍ له کپ سره کابل ته راورسېد


د کرکټ له نولس کلونو څخه د ټیټ عمر ځوانان د اسیا د غوره لیګ سیالیو د اتلولۍ له کپ سره هېواد ته راستانه شول.

د لس ورځو په سفر کې د ټولو پنځو لوبو بریالۍ او د اتلولۍ کپ ګټونکې اتله د نولس کلونو څخه د کم عمره کرکټ لوبډله د شنبې په ورځ هېواد ته راستنه شوه.

د نولس کلنو څخه کم عمره دې ځوانانو چې د اسیا د غوره لیګ سیالیو غټ کپ یې له ځان سره راوړی؛ په کرکټ بورډ کې یې په ګلانو او شل - شل زره افغانیو نقدي تحفو هر کلی وشو.

د کرکټ د ملي نولس کلنې لوبډلې کپتان احسان الله جنت ازادي راډيو ته وویل؛ دوی په سیالو لوبډلو ډېر برلاسي وو او په خپلې کامیابیو یې یقین درلود.

((ټول یو طرفه میچونه وو، دوی به ژر وسوځېدل او موږ به ژر هدف پوره کړ؛ زموږ چمتوالی او د ټيم مدیریت ډېر ښه و؛ له لوبو مو خوند واخیست.))

افغانستان په دغه سفر کې له کویټ څخه په ۸؛ له نیپال څخه په ۱۰، له عربي اماراتو څخه هم په ۱۰؛ له سعودي عربستان لوبډلې څخه په ۸او کوربه هېواد مالیزیا څخ هم په اوه ویکټو ټولې پنځه سیالۍ وګټلې او د دویم ځل لپاره د اسیا د غوره جام سیالیو اتلشو.

له دې سره د د دغه جام غوره لوبغاړی حضرت الله ځاځی وايي چې د پرلپسې دې بریاوو سره د نولس کلنو ځوانانو حوصلې لوړې شوي او په اسیایي او نړیوال جام کې د غوره لوبو هیلې ترې کیدای شي.

((دا پیچونه د ورو بال اچونکو لپاره جوړ شوي وو؛ ټولو ټیمونو ښه تیاری نیول و، خو موږ وتوانیدو چې د تمریناتو له تجربو ګټه واخلو؛ زمونږ هیلې ډېرې لوړې شوي دي او په راتلونکو مهمو ټورنامنټونو کې د ښو سیالیو امیدونه ژوندي شوي چې فاینل یا سیمي فاینل ته ورسیږو.))

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د دې سیالیو له بریا سره افغانستان په اسیا کې د دویم درجه هېوادونو تر منځ لومړی او په نړېواله کچه اوم مقام خپل کړ.

افغانستان له دې وړاندې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم دا جام خپل کړی و.

د کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي لوبغاړو ته د هر کلي په خاطر جوړه شوي غونډه کې وویل چې کرکټ بورډ هڅه کوي له دې بریا وروسته په نړېوال جام کې مهمې سیالی وګټي:

((موږ په دې اتلوالی بس نه کوو، بلکې په نړېوال جام کې هم له دې ځوانانو ژمنه اخلو چې همداسې به ځلیږي. د ملي نولس کلنې لوبډلې لپاره په نظر کې لرو چې تر هغې مهاله دوه یا درې نور سفرونه برابر کړو د سریلنکا او هندوستان سره موږ خبرې کړي او دا سفرونه کره دي.))

د کرکټ د نولس کلونو څخه کم عمره لوبډله د روان کال په پای کې په اسیایي او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په نړېوال جام کې لوبیدونکي ده.

د کرکټ بورډ غړي او د سپورت مینه وال وایي؛ د نولس کلنو او الف لوبډلې ښو سیالیو هغه اندیښنې ختمې کړي چې ویل کیدل؛ که د ملي ټیم لوبغاړي له لوبو لویږي؛ نو د افغانستان کرکټ ممکن کمزوری شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG