تېره شپه اته بجې د کندز ښار په عزیزي مارکیټ مشهور په (سراي چبلک) کې د اور لګېدنې له امله څه باندې ۲۵ دوکانونه سوځېدلي دی.
د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر کرامت ازادي راډیو ته وویل چې په نوموړې مارکیټ کې اورلګېدنه د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوي ده:
((په سرای چبلک کې د اورلګېدنې له امله ډېر دوکانونه سوځېدلي دي؛ خو په وخت سره د اطفایه ادارې پرسونل راورسېدل او اور یې خاموشه کړ چې د ډېرو دوکانونه له سوځېدو څخه مخنینوی وشوه.))
هغه وویل چې په دې سرای کې زیات شمېر دوکانونه د ګازې او پلاستیکي موادو د موجودیت له امه سوځېدلي دي؛ خو تر اوسه پورې معلومه نه ده چې په دې اورلګېدنې کې دوکاندارانو ته څومره زیان اوښتي دی.
په دې مارکیټ کې د بنجاري، زنانه جامې، بوټونو او څپلیو دوکانونه موجود وو.
د پېښې په ځای کې یوشمېر دوکاندارانو بیا ازادي راډیو ته وویل چې په دې اورلګېدنې کې دوکاندارانو ته لکونو افغانۍ زیان اوښتی دی.
یوتن دوکانداران ازادي راډیو ته داسې وویل:
((ډېر دوکانونه سوځېدلي دي، زما خپله درې دوکانونه او یو ګُدام سوځېدلي دی؛ خلکو ته ډېر زیان اوښتي دی چې په هر دوکان کې له ۲۰ زره نیولې تر ۳۰ زره ډالرو پورې مال موجود و.))
د یاولو وړه ده چې دغه اورلګېدنه تېره شپه اته بجې د کندز ښار په عزیزي مارکیټ مشهور په سرای چبلک کې رامنځته شوه؛ خو په وخت سره د اطفایه ادارې پرسونل راورسیدل او د شپې یوولس بجې یې اور مړ کړ.
راپور: اجمل آرین - کندز