د شهیدانو د کورنیوغړي له حکومته غواړي چې د هغو پنځه زرو قربانیانو لستونه دې وڅیړي چې په یو زرو درې سوه اوه پنځم او اته پنځمو کلونو کې وژل شوي دي.
د قربانیانو د وارثانو د بنسټ ريیس حبیب رهیاب د پنجشنبې په ورځ د قربانیانو په یاد غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه وویل، حکومت دې موضوع ته هیڅ پام نه کوي.
د هالنډ لویې څارنوالۍ هاګ، دوه کاله د مخه د هغو پنځه زرو افغانانو لست افغان حکومت ته ورکړ چې په افغانستان کې د شوروي پلوه حکومت په واکمنۍ کې وژل شوي وو.
د افغانستان د قربانیانو د وارثانو بنسټ وايي، حکومت دې عدالت تامین کړي او پر هغو ژمنو دې عمل وکړي چې د قربانیانو له کورنیو سره یې کړي دي.
د دې بنسټ ريیس حبیب رهیاب د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د دې قربانیانو په یاد غونډه کې وویل، حکومت او عدلي ارګانونو په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی.
ده وویل، د هالنډ د هاګ محکمې دوه کاله د مخه د هغو پنځو زرو قربانیانو لستونه افغان حکومت ته ورکړل چې په هېواد کې د شوروي پلوه حکومت په واکمنۍ کې وژل شوي وو:
((هغو جرایمو ته چې یو زرو درې سوه اوه پنځوسم او اته پنځمو کلونو کې پیښ شوي، د هېواد پام ورته را اړوو.
دولت د پنځه زرو قربانیانو لستونه خپاره کړل خو هیڅ پام یې ورته ونه کړ.
دولت ویل جومات او څلي به یې به نامه جوړ کړي، خو تر اوسه یې اقدام ونه کړ.))
ده وویل، حکومت دې د معافیت دود له منځه یوسي او د دې پیښو له عاملینو سره دې، قانوني چلند وکړي.
د هالنډ د هاګ محکمې ویلي هغه مهال پنځه زره افغانان په مختلفو بڼو وژل شوي دي.
دوه کاله د مخه افغان چارواکو د دې قربانیانو د فاتحې مراسم ترتیب کړل او ويي ویل چې د دې قربانیانو په نامه به د څرخي پله په سیمه کې، یو لوې جومات او یو څلۍ جوړ کړي.
د قربانیانو د وارثانو د بنسټ مسوولینو وویل، تر اوسه نه دغه لستونه وڅیړل شول اونه جومات اوڅلۍ جوړ شو.
په عین وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د شهیدانو درناوی او د لستونو څیړل، د دوې په کاري پروګرامونو کې شامل دي.د دې وزارت ویاند علي افتخاري په دې اړه ازادي رادیوته وویل:
((د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا موضوع له نظره نه ده غورځولې، موږ په دې لټه کې یو چې د دې لپاره ځمکه او بودجه پیدا کړو او د هېواد د شهیدانو په نامه یو څلۍ ودروو. دا موضوع زموږ په پلانونو کې شامله ده.))
یوازې د قربانیانو د لستونو په څیړلو کې ځنډ، یوازینۍ مسئله نه ده چې اعتراض پرې کیږي بلکې خلک په ډیرو نورو مواردو کې هم، پر حکومت انتقاد کوي چې ژمنې یې نه دي عملي کړي.
پخوا تر دې هم مدني ټولنې او عامو خلکو له حکومته غوښتي چې د جنګ مجرمین دي چې هر څوک او په هر مقام کې وي، له قانون سره سم مجازات کړي.
راپور: خان محمد سیند