د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۲

فعالان: په افغانستان کې سوله د نورو هېوادو د تجربو له مخې راتلای شي


د مدني ټولنې یو شمېر فعالان وایي، حکومت کولی شي چې د نورو هېوادونو د تجربو له مخې، په هېواد کې سوله ټینګه کړي.

دوی د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د مدني تولنې او د فلیپن د شپږمې مناظرې په نامه په ویډیو کنفرانس کې پر دغې موضوع بحثونه وکړل.

دا مناظره د جنګ او سولې د انسټیټیوټ په ابتکار جوړه شوې وه.

د انسټیټیوټ مسوولینو وویل، هڅه کوي چې د افغانستان او سیمې په کچه دا ډول مناظرې جوړې او خلک له ذهني پلوه د سولې لیوال کړي.

د مدني ټولنې فعالان په دې نظر دي چې د هغو هېوادونو تجربې چې جنګونه یې تیرکړي او سولې ته رسیدلي، کولای شي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

دوې وايي، د افغانانو په اهتمام د هېوادونو ترمنځ د مناظروله لارې د تجربو شریکول، شته کړکیچونه کمولی شي.

په همدې مقصد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سولې او جنګ د انسټیټیوټ له خوا د افغانستان او فلپین د مدني فعالانو ترمنځ یوه ویډیویې مناظره جوړه شوې وه.

د مدني ټولنې یوه فعال عبدالرحمن شهاب د جوړې شوې مناظرې د ګټو په هکله وویل:

((زما په نظردا ډول مناظرې مهمې دي، ځکه چې فلپین د افغانستان له وضعیت سره ورته والی لري، کومې ستونزې چې موږ یې لرو، فلپین هم درلودې.

هغه هېواد د مدني ټولنې له لارې وکړای شول، په هېواد کې سوله ټینګه کړي.

موږ د فلپین د تجربو په اساس کولی شو چې له خلکو او مخالفینو سره مناظرې جوړې او ذهنونه یې سولې ته رامات کړو. مدني ټولنه په دې کې ښه رول لرلی شي.))

د فلپین د مدني ټولنې ځینو غړیو وویل، دوې د مدني فعالیتونوله لارې وتوانیدل په خپل هېواد کې سوله ټینګه کړي.

د افغانستان مدني فعالانو تاکید وکړچې حکومت دې د مدني ټولنو په مشوره، د سولې راوستلو ته جامع پروګرامونه ترتیب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، د سولې ټینګښت یې په لومړیتوبونو کې دی.

ویل کیږي له مخالفینو سره د سولې د مذاکراتو لومړی پړاو، سولې ته د حکومت د هڅو نښه ده .

په ورته وخت کې په افغانستان کې د سولې او جنګ د انسټیټیوټ مسوولینو وویل، هڅې کوي چې په افغانستان او سیمه کې ورته مناظرې جوړې او خلک او مخالفین د سولې راوستلو ته چمتو کړي.

د دې انسټیټیوټ مسوول نور رحمان رحماني ازادي رادیو ته وویل، هیله لري افغان حکومت د سولې پالیسي د هېواد له خلکو سره شریکې کړي:

((کومې مناظرې او فعالتیونه چې موږ درلودل، کولای شي د خلکو غږ ترحکومته ورسوي.

حکومت هم د سولې هڅې کوي، خو موږ غواړو هغه ستونزې چې د دې لارې خنډ کیږي، په ګوته کړو او حکومت خپلې پالیسۍ د خلکوله غوښتنو سره سمې عیارې کړي.))

کارپوهان وايي، پکار ده چې حکومت د سولې په لاره کې یو واحد سیاست او پالیسي غوره او عملي کړي.

دوې ټینګارکوې چې حکومت دې د اوسنیو ستونزو ريښې معلومې او د ورکولو هڅې دې يې تېزې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG