واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د فرخندې د قتل په اړه یوه لیکنه خپرې کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي:
د دغې افغانې وژل کیدو د خلکو غصه او غږ پورته کړخو په دې قضیه کې عدالت په بشپړه توګه تامین نشو.
واشنګټن پوسټ لیکلي دي د افغانستان له مختلفو سیمو خلک د کابل د سیند پر غاړه له هغې سیمې کتنه کوي چیرته فرخنده وژل شوې وه.
اکثره کسان په دې باوردي چې د فرخندې په قضیه کې څرنګه چې پکار وه هغه شان انصاف نه دی شوی.
۴۵ کلن محمد سلیم چې د مزارشریف اوسیدونکی دی واشنګټن پوسټ ته ویلي په کار خو دا وه چې په همدغه ځای کې چې فرخنده ووژل شوه د هغې وژونکي په دارځړول شوي وای.
د مقالې لیکونکی وايي، د فرخندې د وژنې په عکس العمل کې د خلکو مظاهرو او غصې دا هیلي پیدا کړې چې قانون به عملي کیږي خو اوس دا امیدونه او توقعات مخ په کمیدو دي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي د فرخندې په قتل کې زیاترو تورنو کسانو ته یا خو سزا ورنکړل شوه او یا هم په هغه سزا محکوم نه شول څه ډول چې پکار وه.
ورځپاڼه لیکي:
د فرخندې کورنۍ او د ښځو د حقونو فعالانو ته چې د عدالت او انصاف لپاره جنګیږي راز راز ګواښونه هم شوي دي چې دا په خپله د دې څرګندونه کوي چې په افغانستان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ کې هیڅ کموالی نه راغلی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د چهارشنبې په ورځ د ناټو د دوه سرتیرو د وژل کیدو موضوع خپره کړې ده.
دا سرتیري د دوه برید کوونکو له خوا چې د افغان ځواکونو یونیفارم يې په تن و، په یوې پوځي اډه کې ووژل شول.
نیویارک ټایمز وايي، په دې برید کې د وژل شوو سرتیرو هویت نه دي په ډاګه شوی.
ګارډین ورځپاڼې هم په هلمند کې د دوه بهرنیو سرتیرو د وژل کیدو راپور خپور کړی دی.
ورځپاڼه وايي، برید کوونکي هم د نړېوالو سرتیرو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د مطلب لیکونکی وايي، د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه پر نړېوالو سرتیرو بریدونه یوه له جدي ستونزه بلل کیږي.
د ورځپاڼې په وینا د هلمند پیښه له تیرو ۴ میاشتو راهیسې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر بهرنیو سرتیرو لومړنۍ حمله ده.