د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د افغانستان د الکټرونیکي پاسپورټونو د مصؤنیت په اړه اندېښنې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اندیښنه لري چې ممکن یو شمیر بهرني اتباع چې پخوا یې د افغانستان د تابعیت تذکرې اخیستې؛ افغاني پاسپورټونه واخلي.

که څه هم له دې وړاندې ویل کېدل چې د الکټرونیکي پاسپورټونو سیسټم ډېر مصئون دی او د جعل امکان په کې نشته؛ خو اوس دا اندیښنې پیدا شوي چې یوشمېر بهرنیان هم دا پاسپورټونه اخیستلی شي.

دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې یوه ایرانۍ مېرمن په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په الکټرونیکي پاسپورټ سره ونیول شوه.

د کورنیو چارو وزارت وایي، ممکن هغه بهرنیان دا پاسپورټونه واخیستلی شي چې د افغانستان د تابعیت تذکرې لري.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې هغه بهرنیان باید مشخص شي چې غواړي افغاني پاسپورټونه واخلي:

((سل په سلو کې، څه چې تاسو وویل په تېرو څو کلونو کې مو د پاسپورټ او تذکرو په برخه کې خپلې ستونزې درلودې.

که له تېرو کلونو پاتې دي لا اوس هم دا ستونزه لرو او همدا چې دوی یعنې بهرنیان بېرته د تذکرو او پاسپورټونو د اخیستلو لپاره راځي؛ نو که چا له دغې بهیر نه ناوړه استفاده کړې وي هلته به وپیژندل شي.))

په وروستیو کلونو کې د افغانستان د پاسپورټ په اداره کې اصلاحات د پام وړ ګڼل شوي؛ خو اوس مهال د یوې ایرانۍ ښځې له خوا د افغاني پاسپورټ د اخیستلو مسالې بیاهم په دې اداره کې د اداري فساد د شتون په اړه ګنګوسي راپارولي دي.

ویل کيږي چې دغې ایرانۍ میرمنې چې هېڅکله یې افغانستان ته سفر نه دی کړی د لوېدیځ ولایت هرات د پاسپورټ له ادارې څخه د ۵۵۰۰ ډالرو په بدل کېپاسپورټ تر لاسه کړی دی.

موږ هڅه وکړه چې د دغې موضوع په اړه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت له رییس سره مرکه وکړو؛ خو هغه مرکې ته حاضر نشو.

بل خوا د پاسپورټ د ادارې یو شمېر کارکوونکي وايي چې په تېرو دوو ورځو کې امنیتي ادارو له لسو څخه زیات هغه کسان نیولي چې غوښتل یې د کمېشن کارانو په وسیله پاسپورټونه تر لاسه کړي.

د کورنیو چارو وزارت هم په دغې اداره کې د فساد د شتون مساله نه ردوي او وايي چې ښايي دغه مساله وي؛ خو دوی یې د مخنیوی لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

د کابل د پاسپورټ د ادارې تر مخې د خلکو په کتارونو کې ولاړو یو شمېر کسانو هم ویل چې له دوی څخه مامورینو په ځينو مواردو کې د پیسو غوښتنه کړېده:

((صفي الله د کندز له ولایت څخه یم. ټیټ رتبه مامورین، ښايي رییس خبر نه وي یوشمېر کسان شته چې په ځينو کارونو کې له خلکو نه نامشروع غوښتنې کوي.

نعمت الله اڅکزی د ارزګان ولایت اوسېدونکی. په خپل ولایت کې چې پاسپورټ جوړیږي ډېر وخت نیسي؛ درې میاشتې وروسته یې راکوي؛ دلته چې راغلم دلته هم ۵۰ ورځې موږ ته وخت راکوي؛ د پنځوسو ورځو موږ مصرفونه کړي.))

په دې وروستیو کې د هېواد د پاسپورټ ادارې تر ټولو بوختې ادارې ګڼل کیږي ځکه چې په زرګونو خلک هره ورځ دغو ادارو ته د پاسپورټ د اخیستلو لپاره ورځي.

یو شمېر خلک په دې باور دي چې تر هغو چې د الکټرونیکي تذکرو د ویش لړۍ پیل نه شي؛ نو دا ناشونې ده چې د بهرنیانو او مشکوکو کسانو په وسیله دې د الکټرونیکي پاسپورټ د اخیستلو پروسه هم له فساده ډکه نه وي.

XS
SM
MD
LG