له تېرو څو ورځو راهيسې په مقدونيه کې امنيتي ځواکونو دغه هېواد ته د اووښتونکو پناه غوښتونکو مخه نيوله؛ خو پرون زرګونه پناه غوښتونکي پرته له کومه ممانعته د يونان له پولې مقدونیه ته واوښتل.
د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې غواړي مقدونيه ته واوړي؛ هره ورځ دوه زره کسانو ته رسيږي. مقدونيه تېره اوونۍ بيړنی حالت اعلان کړ؛ خو دغه هېواد پرون د زرګونو پناه غوښتونکو مخې ته تسليم شو چې غوښتل يې له يونانه مقدونیه ته واوړي؛ له هغه ځايه سربيا ته او له هنګري څخه تر تېرېدو وروسته شنګن زون ته ننوځي.
د مقدونيه د بېړنيو حالاتو پوليسو د شنبې په ورځ د دې پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره اوښلن ګاز وکاراوه؛ خو پرون د زرګونو پناه غوښتونکو له مقاومت سره مخامخ شول.
د سربيا د دفاع وزير بلاتيسلاف ګاسيک له هغه وروسته چې د مقدونيه له جنوبي سرحد سره يې د پناه غوښتونکو یو مرکزه وليد؛وويل، کله چې مقدونيه د يکشنبې په ماښام بنديز ليري کړ؛ پنځه زره کسان د دغه هېواد خاورې ته ننوتل.
ده وويل چې ښايي په راتلونکو يوه يا دوو ورځو کې په همدې شمېر کې پناه غوښتونکي مقدونیه ته ننوځي. ده وويل، پوليس په درو بېلابېلو شفتونو کې کار کوي او پاڼې ويشي.
مقدونيه د پناه غوښتونکو لپاره له ښو ټرانزيټي لارو څخه دی چې د سوريې، افغانستان، شمالي افريقا او نورو هېوادونو مرکزي اروپا ته ځي او هيله من وي چې لويديځ او شمالي اورپايي هېوادونو ته واوړي.
ډېری پناه غوښتونکي په خپلو هېوادونو کې د جګړو له کبله تښتي.
له افغان پناه غوښتونکو څخه يو اسلم دی چې د يونان له سرحد سره په مقدونیه کې يې د اورګاډي په تمځای کې رويټرز خبري اژانس ته ويلي:
((فکر کوم د يونان او مقدونیه تر منځ پوله له درو ورځو راهيسي بنده وه. خو نن موږ له اتنه راغلو، وضعيت ښه و.
ښه احساس کوم چې له یوه جګړې ځپلي هېواده راغلی يم او اوس د يوه ښه ژوند هيله لرم. هيله لرم چې هر څه سم شي. ګورو به چې څه کيږي.))
اوسمهال اروپا له جوپو جوپو پناه غوښتونکو سره مخامخ ده چې اروپايي اتحاديه دا د دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې د پناه غوښتونکو تر ټولو بد بحران ګڼي. په دغو پناه غوښتونکو کې کوچنيان هم شامل دي.