د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

هاشمي: افغان حکومت د ترهګرو پرضد د هراقدام هرکلی کوي


افغان حکومت وايي، د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له هر اقدام څخه هرکلی کوي.

افغان حکومت وايي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد دریځ درک کړی او په دې برخه کې جدي همکاري کوي.

دغه کړنې تر هغې ورسته کېږي چې افغانستان له پاکستان وغوښتل چې ترهګري په هغه شان چې ځان ته یې تعرفوي د افغانستان لپاره هم تعریف او په وړاندې یې جدي مبارزه وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د یکشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د دریځ درکول او په دې برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېر ګتور وي:

((موږ له هر هغه اقدام څخه چې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او هغه هېواد چې په دې کې ښکیل دي؛ همکاري وکړي، هرکلی کوو، د سیمې او نړۍ هېوادونو دې زموږ حقانیت درک کړی؛ افغانستان په خپل د ترهګرۍ ښکار دی او په دې برخه کې دې له موږ سره همکاري وکړي.))

ښاغلي هاشمي وویل چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړی او اوس د دغه هېواد د عملي کړنو ته په تمه دی.

په دې ورستیو کې یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي چې ظاهراً د امریکې متحده ایلاتو هغه مرستې چې پاکستان سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کولې بندې کړې دي.

خو د امریکې متحده ایلاتو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه خبر په خپرېدلو سره د افغان حکومت اجراییه ریاست ویلي وول چې د امریکې دغه پرېکړه په څو ورستیو میاشتو کې د افغان حکومت له اساسي غوښتونو څخه وه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د پاکستان پر وړاندې یواځې د امریکې دا اقدام کافي نه دی او باید د دغه هېواد له خوا نور فشارونه هم زیات شي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر:

((یواخې د امریکې دا اقدام کافي نه دی، زه په دې عقیده یم چې متحده ایلات که نیمايي دې هغه اقدامات چې د روسیې پر وړاندې یې کړي دي د اوکراین په هلکله، د پاکستان په برخه کې وکړي؛ موږ به ډېر ژر یوه سالمه نتیجه واخلو.))

د چارو کارپوهان او سیاسي کړۍ په دې باور دي چې د امریکا په ګانګرس کې د پاکستان په وړاندې د منفي لید لوري په رامنځته کېدلو سره؛ د هغه هېواد حکومت دې ته اړ شو چې پاکستان سره خپلې مرستې وځنډوي.

د دوی په وینا، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ورستی دریځ او د افغانستان په چارو کې د پاکستان مداخلې ته د نړیوالې ټولنې د پام رااړول هم د پاکستان پر وړاندې د امریکې په ورستي اقدام کې بې اغیز نه وو.

XS
SM
MD
LG