د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د هند او پاکستان ترمنځ خبرې تر نامعلومه مودې پورې وځنډېدې


د هند او پاکستان ترمنځ د لانجمن کشمېر د پولې په اوږدو کې د راپورته شویو ستونزو او په دوه اړخیزو اړیکو کې د کړکیچ د کمولو په هدف د پلان شویو خبرو سرنوشت نه دی معلوم.

هندي چارواکي وایي، وروسته له هغې چې د هند او پاکستان د لوړپوړو امنیتي سلاکارانو ترمنځ پلان شوې خبرې د کشمېر د لانجې پر سر لغوه شوې؛ ډاډه نه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پلان شوې دوه غونډې به وشي.

پاکستان د شنبې په ورځ وویل چې د دغو خبرود ترسره کېدو لپاره د هند مخکیني شرایط نه شي منلی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې باید یواځې د تروریزم په مسالې پورې محدودې پاتې شي؛ نه په کې د کشمېرلانجه دخیله شي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې په پام کې وه چې د پاکستان د صدراعظم لوړپوړی امنیتي سلاکار سرتاج عزیز له دغو خبرو مخکې په نوي ډیلي کې د پاکستان په سیاسي دفتر کې د هند ترکنټرل لاندې د کشمیر د بېلتون غوښتونکو له یوشمېر مشرانو سره خبرې وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان له دریم اړخ سره د خبرو په کېدو ټینګار وکړ؛ د هند دریځ به څه وي؟ د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په نوي ډیلي کې په یوه خبري غونډه کې وویل:

((په دغه صورت کې به خبرې ترسره نه شي.))

د هند د بهرنیو چارو د وزیرې په وینا؛ له پاکساني چارواکو سره په دغو دو غونډو کې چې په پام کې وه د اګست په ۲۳ او ۲۴ په نوي ډیلي کې وشي او اوس یې سرنوشت نه دی معلوم؛ د ګډې پولې او له اوربند څخه د سرغړونې پرمسایلو خبرې په پام کې نیول شوې وې.

روانه میاشت پرپوله د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ نښتو کې یوشمېر ملکیانو ته تلفات رسیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي؛ دا د خواشینۍ ځای دی چې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره یې د هېواد د ملي امنیت د سلاکار خبرې لغوه شوي او اوس د دغو دو غونډو سرنوشت هم نه دی معلوم.

خو د هند د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سواراج پاکستان ته د خبرو لپاره د ځینو مهم مسایلو یادونه وکړه او ویې ویل:

((د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ته زما پیغام په دو جملو کې خلاصه کیږي.

دوی باید د حریت په نامه کشمیري بېلتونپال یا د درېیم لوري کومه بله ډله د سیمله تړون له مخې چې په ۱۹۷۲ کې د هند او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی؛ په خبرو کې شامل نه کړي.

دوم: د اوفا د تړون له مخې چې د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۱۵ کال په جولای کې په روسیه کې لاسلیک شوی؛ باید دا خبرې پراخې نه شي او یواځې تروریزم پورې محدودې پاتې شي. موږ هغه ته هرکلی وایو او د دوی ځواب ته منتظر یو.))

تیرکال هم هند له پاکستان سره په لوړه کچه خبرې وروسته له هغې لغوه کړې چې اسلام اباد د کشمېر د بېلتون غوښتونکو له مشرانو سره کتلي وو. دې مسالې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکیچ لا زیات کړ.

هند او پاکستان د کشمېر پرسر دوه ځلې جګړې کړي او هغه تراوسه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکیچ اصلي منبع ده.

د امریکا متحدو ایالتونو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د خبرو پر لغوه کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وویل؛ واشنګټن هند او پاکستان دواړه تشویقوي چې د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کېدو لپاره هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG