د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

د انتخاباتي سیسټم په اړه نظرپوښتنو کې پر اصلاحاتو ټینګار شوی


د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون وايي؛ کوم نظرونه چې د دغه کمیسیون غړیو راټول کړي؛ نوي فیصده یې سره ورته دي او ټول په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

د افغانستان د انتخاباتي سیسټم په اړه د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له خوا په راټولو شویو سپارښتنو کې یوه اساسي غوښتنه دا ده چې انتخاباتي کمیسیونونه باید ځواب ورکونکي وي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون وايي؛ خلکو دوی ته په خپلو پيشنهادونو کې دغه راز غوښتي چې په ولسي جرګه کې باید سیاسي ګوندونو ته ونډه ورکړل شي؛ په دغه جرګه کې د ښځو ګډون زیات شي او تر انتخاباتو مخکې د رای ورکونکو برخلیک دې روښانه کړل شي.

د دغه کمیسیون رییس شاه سلطان عاکفي د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې له غړیو سره په یوې مشورتي غونډه کې وویل چې د انتخاباتي سیسټم په اړه په را ټولو شویو نظر پوښتنو کې پر اصلاحاتو ټیګار شوی دی.

((له نیکه مرغه چې نوي فیصده نظرونه یو شان وو. ټوله په یوه خوله ویل چې اصلاحات په انتخاباتي سیسټم کې اړین دي او راتلونکې انتخابات نه باید له اصلاحاتو پرته وشي.))

د ښاغلي عاکفي د معلوماتو له مخې؛ د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړیو د هیواد اوو زونونو ته سفرونه درلودل او د افغانستان د ا نتخاباتو د سیسټم په اړه یې د ۱۵۰۰ کسانو نظرونه او مشورې را ټولي کړي دي.

د مشرانو جرګې غړیو هم په دغه غونډه کې د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره ځينې سپارښتنې وکړې.

د انتخاباتي کمیسیونونو د ځواب ورکونې تر څنګ په تیرو انتخاباتو کې د متقلبینو مجازات، د انتخاباتي حوزو راکمېدل او د رای ورکوونکو د لست روښانه کول د سناتورانو له اساسي غوښتنو څخه وې.

دا په داسی حال کې ده چې ټاکل شوې د ولسي جرګې د رخصتیو تر پای ته رسېدو مخکې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره حکومت ته د یو لړ پيشنهادونو لست وسپاري.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وايي؛ اساسي شرط د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره د حکومتي چارواکو اراده ده:

((په انتخاباتي چارو او قوانینو او دغه راز د مربوطه کمیسیونونو په تشکیل او صلاحیتونو کې د اصلاحاتو لپاره د افغانستان د مشرانو اراده او پریکړه اساسي شرط دی.))

خلک تمه لري چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون په پوره بې طرفۍ سره کار وکړي او انتخاباتي سیسټم اصلاح کړي.

دغه کمیسیون درې میاشتې وخت لري څو په انتخاباتي سیسټم کې اړین بدلونونه راولي. له دغې مودې یوه میاشت تیره شوې او اوس به و لیدل شي چې یاد کمیسیون به خپل کار په بریالیتوب سره تر سره کړي او که نه؟

XS
SM
MD
LG