د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

بېدار: په افغانستان کې د ښځو شخصي او شغلي مصونیت هم له ګواښ سره مخ دی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د "ډبلیو. اي. اېف" WEF راپور په تایید سره وایي چې د افغان میرمنو شخصي او شغلي مصونیت ترګواښ لاندې دی.

سره له دې چې په تېرو کلونو کې نړېوالې ټولنې او بېلابېلو نورو ادارو د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې ډېر لګښتونه او کوښښونه وکړل؛ خو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي؛ په دې هیواد کې لا د ښځو وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې حکومت باید د ښځو د تېرو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي او پرې نږدي چې ښځې شا تګ وکړي.

د دې کمیسیون ویاند رفیع اله بېدار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د ښځو وضیعت له ګواښ سره مخ دی.

((په افغانستان کې د ښځو ژوند او پرمختګ په یوه ماتېدونکي حالت کې دی؛ د ښځو وضیعت لاهم ثبات نه لري او دا پرمختګ داسې ثابت شوی نه دی چې شا تګ په کې موجود نه وي؛ د ښځو مشارکت ډېر ټکنی دی، د دوی شخصي او شغلي مصونیت هم له ګواښ سره مخ دی.))

نوموړي همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قانون نه تصویب؛ امنیتي ستونزې په ولایتي شورا کې د ښځو د چوکیو کمول او یو شمېر نور مسایل دافغان میرمنو د فعالیتونو په وړاندې د لویو خنډونو په توګه یاد کړ.

داخبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې WEF یا د اقتصاد نړېوالې ټولنې د ۲۰۱۵ کال په راپور کې د افغان میرمنو وضیعت د اندېښنې وړ بللی.

دې سازمان همدارنګه افغانستان د هغو لسو هېوادونو په لست کې شامل کړی چې ښځې یې په ناوړو شرایطو کې ژوند کوي.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت بیا دا اندېښنې بې ځایه ګڼي چې افغان مېرمني په ناوړه وضیعت کې دي او د دوی پرمختګونه له خطر سره مخ دي.

د دې وزارت د عامه اړیکو مسووله هیلۍ اعظم نیکزاد وایي چې دا مهال ښځې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیتونه لري:

((کوم راپور چې خپور شوی زه هغه نه تاییدوم زما نظر دا دی چې موږ دا شرایط د ښځو د وضیعت پرمختګ او بهبود لپاره هیله بښونکی ګڼو؛ دا په دې دلیل چې موږ په کابینه کې د څلورو ښځو د حضور شاهد یو؛ همدارنګه د ولایتونو په کچه موږ دوه میرمنې لرو چې کار کوي؛ خو له دې سره بیا هم دا تغیرات کافي نه دي او هیله مند یو کوم کال چې په مخ کې لرو افغان میرمنو ته له بریاوو ډک کال وي.))

خو له بلې خوا ښځینه فعاله حمیرا حقمل وایي؛ افغان میرنې چې په تېرو کلونو کې کومې لاسته راوړنې درلودې اوس مهال د بېلابېلو عواملو له وجې له دا لاسته راوړنې د لمنځه تلو په حال کې دي.

خو له دې سره لا هم په هېواد کې د ښځوپه وړاندې تاوتريخوالی عام دی او حکومت په دې کې پاتې راغلی چې ښځې د جنسي تېريو او وژنو په ګډون له بېلابېلو جنايتونو څخه خوندي کړي.

خو افغان حکومت ژمنه کړې چې د ښځو د وضیعت ښه کېدو لپاره به جدي هڅې وکړې.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG