د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

د چین له تیانجین سیمې څخه د خلکو ایستل پیل شوي


د چين په تيانجين ساحل کې بيا يو شمېر کوچنۍ چاودنې شوي دي. چارواکو له سيمې څخه خلک ايستل پيل کړي تر څو ساحه له هغو کيمياوي کثافاتو پاکه کړي چې درې ورځې مخکې د پراخې کچې چاودنو ناورین پيل کړ.

په تیانجین کې د چهارشنبې په ماخوستن، د کیمیاوي موادو په یوه ذخیره کې چاودنې وشوې چې په کې لږترلږه 720 تنه زخمیان شول.

په تيانجين سیمه کې په چاودنو کې د ورکو شويو کسانو قهرجن خپلوان د دولتي خبري کنفرانس مخې ته راټول شول او د خپلوانو په اړه يې د معلوماتو غوښتنې پيل کړې.

دغه چاودنې د زهرجنو کيمياوي موادو په يوه ذخيره کې د چار شنبې په ورځ وشوې. په دغو چاودنو کې د وژل شويو کسانو شمېره تر ۸۵ پورته شوې ده. په وژل شويو کسانو کې ۲۱ د اطفايې عمله دي. دا په شپېته کاله کې لومړی ځل دی چې په چين کې د اطفايې عملې ته دومره تلفات اووښتي دي.

يو شمېر د اطفايې د عملې غړي اوس هم ورک دي او په دغو چاودنو کې تر ۷۲۰ کسانو زيات ټپيان شوي دي.

د تيانجين ښار دولتي وياند ګونګ جيانشينګ په يوه خبري کنفرانس کې د شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل:

د وژل شويو کسانو شمېره ۸۵ ته ته ورسېده. په وژل شويوکې ۲۱ د اطفايې د عملې غړي دي. په بستر شويو ۷۲۱ ټپيانو کې د ۲۵و روغتيايي وضعيت سخت خراب دی. د پيښې په ځای کې د خبري مرکز د معلوماتو له مخې ۴۰ کسان له روغتونه رخصت شوي دي. موږ اوس پر نويو شمېرو کار کوو او خلکو ته به يې په اړه معلومات ورکړو.

دغې چاودنې پوښتنې راپورته کړي چې ايا د استوګنې له ځايو سره ډېر نيږدې زهرجن کيمياوي مواد ذخيره شوي وو او که دا چاودنې د اطفايې د عملې له لاسه زياتې شوې ځکه چې دوی نه وو خبر چې هلته داسي کيمياوي مواد وو چې له اوبو سره تر يو ځای کېدو وروسته اور اخلي.

د چار شنبې په ورځ له هغه څلوېښت دقيقې وروسته چې د اور لګېدو راپور ورکړل شو، د پراخې کچې چاودنې پيل شوې.

د دولتي رسنیو په وينا، چارواکو د شنبې په ورځ يو کس د يوه کنټېنر څخه ژوندی را وايستی. د هغه د هويت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دولتي رسنیو او شاهدانو په وينا، د شنبې په ورځ هم د پيښې له ځايه لمبې پورته کېدې.

XS
SM
MD
LG