د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

ویسا: افغان پلاوی له پاکستان څخه خپ او چپ راستون شو


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره پاکستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر لاسته راوړنو او د پاکستان پر وړاندې را ولاړو شوو اعتراضونو او غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان پلاوی له پاکستان څخه خپ او چپ را ستون شو او معلومه نه ده چې څه یې له ځان سره راوړي دي.

په سرمقاله کې راغلي، داسې ښکاري چې پلاوی تش لاس کابل ته راغلی او پاکستاني رسنیو دومره ویلي چې پاکستان ورته د هغو جنګیالیو په اړه شکایتونه کړي چې د افغانستان له خاورې ور اوړي.

د ورځپاڼې په باور، له پاکستان سره د اړیکو نوې تجربې چې حکومت په تیرو څو میاشتو کې وکړې، د هوا ګزول وو او حکومت ته په کار ده چې نور له پاکستان سره د ناکامو تګلارو د دوام هڅه ونه کړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د کابل وروستیو خونړیو حملو د کابل او اسلام اباد اړیکې خړې پړې کړي او حکومت له پاکستانه غواړي چې د تروریزم په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې پاکستان ته به د افغان پلاوی سفر کوم درد دوا نه کړي او ویل شوي چې په دې سفر کې هم په تکراري مسایلو خبرې شوي دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم ډیرې هڅې وشوې چې له پاکستان سره اړیکې ښې شي، خو پاکستان له خپلې تګلارې ونه وښت.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د پاکستان پر وړاندې ملي احساسات باید ښه مدیریت شي.

په سرمقاله کې د کابل د علماوو شورا هغې پریکړې ته اشاره شوې چې په پاکستان کې یې جهاد روا بللی دی.

سرمقاله لیکونکي ویلي، په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو تر شا ظاهرآ د طالبانو لاس دی خو زیاته کړې ده چې د دې حملو اصلي لوبغاړي بل څوک دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان بربنډ تیری او د نړیوالې ټولنې بې توپیري.

په سرمقاله کې راغلي چې امریکا او ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې شوې حملې غندلي دي، خو پر دې یې فکر نه دی کړی چې د دې حملو سرچینې وچې کړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، دا ټولې حملې په پاکستان کې پلانیږي خو بیا هم پاکستان د امریکا ډیرې مرستې ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG