د افغانستان د جنوب ختیځ زون د ولسي شورا یو شمیر غړیو په یوه غونډه کې د هیواد په چارو کې د ګاونډیو د مداخلو د مخنیوي لپاره د ټولو قومونو پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
د نورو افغانانو په څير حکومتي چارواکي هم د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو له مداخلې اندیښنه لري.
د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل د جمعې په ورځ د هېواد د جنوب ختیځ زون د ولسي شورا یوې غونډې ته د وینا پر مهال د کوم هېواد نوم یاد نه کړ؛ خو ویې ویل، چې همدا هېوادونه د افغانستان د قومونو تر منځ تفرقه اچوي:
((په هېواد کې د ګاونډيانو لاس وهنې په ډېرې سپین سترګۍ سره نه یواځې دا چې کمي شوي نه دي بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتیږي.))
د جنوب ختیځ زون د ولسي شورا په غونډه کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، میدان وردګو او غزني یو شمېر استازو برخه اخیستې وه.
په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي ګل پاچا مجیدي همدې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان په چارو کې د پاکستان او ایران د مداخلو په اړه وویل:
((زه فکر کوم د دي وخت راغلی چې د افغانستان ولس سره یو موټی شي؛ خصوصاً د پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو د مداخلو پر وړاندې.))
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د خونړیو انتحاري او بمي حملو له زیاتیدو سره چې د افغانستان د ملي امنیت په وینا پاکستاني پوځيان په کې لاس لري؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې تر یو بریده سړې شوي دي.
غلام فاروق وردګ چې په دغه غونډه کې یې د میدان وردګ ولایت په استازیتوب خبرې کولې؛ د شته ستونزو اساسي لامل د ګاونډیو د هغو هڅو له امله و بللې چې غواړي د افغانانو تر منځ بې اتفاقي راولي.
((لویې مو په وحدت کې ده. په تېرو څلوېښتو کلونو کې څو ځایه تقسیم شوي یو. اووه تنظیمونه یې په پاکستان کې راته جوړ کړل چې زموږ تاسو مخې ته پراته دي. اته یې په پاکستان او دوه یې په اتحاد جماهیر شوروي او څلور یې هم په چین کې جوړ کړل. نتیجه یې دا ده چې په تېرو څلویښتو کلونو کې له کومو کړاونو چې زموږ ولس تیریږي؛ موږ خپله یې وینو او خدای یې ویني.))
د غونډي ډيری ګډون کونکو له حکومته و غوښتل چې په هېواد کې د وینې تویدنې د مخنیوي؛ د سولې د بهیر او د دوست او دښمن د پېژندلو لپاره د قومي مشرانو نظرونو ته پام وکړي.
په همدې حال کې د ولسمشر سیاسي سلاکار اکرم خپلواک وویل؛ حکومت غواړي په ټولو ملي مسایلو کې له خلکو سره مشوره وکړي او هغوی په جریان کې وساتي.
نوموړي د پاکستان پر وړاندي چې ویل کیږي د افغانستان په ډېری ستونزو کې لاس لري؛ د حکومت د وروستي دریځ په اړه وویل:
((وروستني پرېکړي او دریځونه چې د پاکستان او سولې په اړوند اخیستل شوي؛ دا ستاسو د هغو غوښتنو په تقاضا کې ده چې د تېرو لسو کلونو په مختلفتو جرګو کې مو له حکومته غوښتي وو. هر هغه حرکت او بدلون چې راځي ولس به په دې اړه کاملا په جریان کې وي.))
په همدې اړه د جمعې په ورځ یو شمېر مدني فعالانو او خلکو د کابل په عیدګاه جومات کې د هېواد د روان امنیتي وضعیت په اړه یوه بیړنۍ مشورتي غونډه را بللې وه.
د پنجشنبې په ورځ هم د کابل د عالمانو د شورا غړیو د وروستیو نا امنیو په غبرګون د پاکستان پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني هم د عالمانو د سراسري شورا له غړیو سره په لیدنه کې ویلي؛ اوس دې ته اړتیا ده څو دولت او عالمان په یوه صف کې ودریږي او د افغانستان د مشروع حکومت پر وړاندې د مخالفینو د غیر اسلامي فتواوو مخه ونیسي.