د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۴۹

"افغان پلاوی له پاکستاني چارواکو سره دخبرو لپاره اسلام اباد ته ځي"


له افغان چارواکو څخه جوړ یو پلاوی له پولې ها خوا د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په هدف له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په خاطر اسلام اباد ته ځي.

افغان حکومت هڅه کوي چې پاکستاني چارواکي د دوی په خاوره کې د ترهګرو فعالیتونو مخنیوي ته اړ کړي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې په همدې هدف به یو افغان پلاوی د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي.

د ښاغلي هاشمي په وینا، دغه پلاوی به هڅه وکړي چې د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې له پولې هاخوا راځي او د افغانستان په خاوره کې د دغه هېواد د خلکو پر وړاندې جګړه کوي پاکستاني لوری عملي اقدام ته اړ کړي:

((د بهرنیو چارو وزیر، د ملي دفاع سرپرست او د ملي امنیت رییس دوی پاکستان ته سفر کوي؛ تر څو د ولسمشر د هغو خبرو په تعقیب چې تېره ورځ یې درلودلې او هغه طرحه چې پاکستاني لوري د وسله والو مخالفینو کوم چې په هغه هېواد کې د ننه اوسېږي او د افغانستان په خاوره بریدونه طرحه کوي؛ د هغوی د حملو د مخنیوي په برخهکې یې ژمنه کړې وه؛ له هغوی سره خبرې وکړي.))

په کابل کې په تېره یوه اونۍ کې ورستۍ خونړۍ حملې د دې لامل شوې چې د عامو خلکو تر څنګ حکومتي چارواکي هم د دغو حملو د طرحه کوونکو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په پاکستان انتقاد وکړ چې دغه هېواد په تېرو لسو میاشتو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سولې د روستلو په برخه کې له افغانستان سره خپلو وعدو ته ژمن نه دی باتی شوی.

ولسمشر په خپلو خبرو کې ویلي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به په دې برخه کې د پاکستان کړنې د دواړو هېوادو په اړیکو هم اغیز ولري.
افغان چارواکي وايي، د پاکستان صدراعظم له دوی سره په خبرو کې دا ویلي وو چې د افغانستان د شمن د پاکستان د ښمن دی او په کار ده چې اوس خپلې دې خبرې ته د عمل جامعه ورواغوندي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د افغان چارواکو تېرو هڅو او منډو، رامنډو ته په کتنې ایا اسلام اباد ته د افغان پلاوي راروان سفر به کومه مثبته نتیجه ولري که نه؟

د سیاسي چارو افغان کارپوه سمر سیرت یې ځوابوي:

((هر لاره، هر امکانات پخواني او اوسني حکومت په لاره اچولي؛ خو له بده مرغه ښه نتیجه يې نه ده تر لاسه کړې؛ یواخنۍ لاره یې همدا ده چې ملګرو ملتونو او امیت شورا ته شکایت وشي؛ تر څو د پاکستان مداخله په افغانستان کې ختمه شي؛ تر دې بله هیڅ لار نشته.))

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پاکستان له ترهګرو ډلو نه د ملاتړ تورونه تل رد کړي او مینځلې خوله د یادو ډلو پر وړاندې د مبارزې خبره کوي.

د ولسمشر غني په ورستیو خبرو پسې کوم چې په کې پاکستانی لوری خپلو ژمن ته وفادار نه و بلل شوی؛ اسلام آباد په یوې رسمي خبرپاڼۍ کې ویلي؛ د پاکستان حکومت په کابل کې وروستي بریدونه غندي او له افغانانو سره د ترهګرۍ په خلاف ګډې مبارزې ته کلکه ژمنتیا لري.

په خبر پاڼه کې دا هم ویل شوي چې پاکستان له همدې امله پنځه شپیته زره قربانیان ورکړي دي.

خو د چارو کارپوهان د پاکستان حکومت دا خبرې هم د خلکو د غولولو لپاره یوه لار ګني او وايي چې په کار ده دغه هېواد سره په بهرني سیاست کې بدلون راشي.

XS
SM
MD
LG