د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۷

سروې: د افغان حکومت په مخ کې له ناامنۍ وروسته لوی خنډ اداري فساد دی


د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، له ناامنۍ او بې کارۍ وروسته اداري فساد د افغان حکومت پر وړاندې جدي ستونزه ده.

د دغه انسټیټیوټ له خوا د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره د هغه سروې موندنې شریکې شوې چې په تېرو شپږو میاشتوکې په ۱۲ ولایتونوکې د اداري فساد په اړه ترسره شوې وه.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ سروې کې ویل شوي، که افغان حکومت د اداري فساد په مخنیوي کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو اوسنی نظام له جدي خطرسره مخ کولای شي.

د دغه انسټیټیوټ یوه غړي تمیم عاصي د سې شنبې په ورځ د اداري فساد په اړه د شوې سروې د موندنو د اعلان په غونډه کې خبریالانو ته وویل چې اداري فساد په افغانستان کې په یوه فرهنګ بدل شوی:

((په افغانستان کې اداري فساد امنیت ته په یوه ګواښ بدل شوی چې نظام یې له خطر سره مخ کړی، د ناامني او بې کاري له پدیدو وروسته اداري فساد د حکومت نظام ته ګواښ رامنځ ته کړی، که همدا بهیرهمداسې دوام وکړي اوسنی نظام تر پوښتنې لاندې راځي، له بده مرغه په افغانستان کې فساد په یوه فرهنګ بدل شوی.))

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ چې یو غیر دولتي انسټیټیوټ دی، په تېرو څه باندې شپږ میاشتو کې د افغانستان په دولسو ولایتونو کابل، کندهار، هرات، بلخ، بدخشان، کندز، بامیان، بادغیس، پروان، ننګرهار، کونړ او جوزجان د اداري فساد په اړه یوه هر اخیزه سروې ترسره کړې ده.

په دغه سروې کې د سواد کچې ته په کتو له ۱۲۲۶ تنو سره چې اویا فیصده نارینه او دیرش فیصده یې ښځې جوړه وي د فساد په اړه ورسره مرکې شوې دي.

د انسټیټیوټ موندنې ښیي چې په سروې کې ګډون کوونکو ټولو کسانو په افغانستان کې له امنیت، بې کاري وروسته اداري فساد په هېواد کې لویه او جدي ستونزه بللې ده.

دا سروې په داسې حال کې ترسره کیږي د فساد په اړه وروستۍ نړېوالې سروې ښيي چې افغانستان د داسې هېوادونو په سرکې ځای لري تر ټولو په کې زیات فساد موجود دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره، دا مني چې اداري فساد د حکومت پر وړاندې جدي ستونزه ده.

د دې اداري د اطلاعاتو رییس عبدالقهارازادي راډيوته وویل چې د فساد وړاندې به جدي مبارزه وکړي:

((د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې سره چې کومې قضیې موجودې وې، تر اوسه یې څه باندې پنځه زره څیړل شوي دي، نږدې پنځه سوه دوسیې څارنوالۍ ته لېږل شوي دي د هېوادوالو له پنځو زرو زیات شکایتونه اورېدل شوي او رسیده ګي ورته شوې ده.))

بل خوا د ملي وحدت حکومت چارواکو د کارپه پیل کې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د اداري فساد کچه راټیټه وي، خوعام خلک دې ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان په اداروکې د فساد شتوالی ترډیره ځایه د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ بې باوري رامنځته کړې ده.

د چارو کارپوهان وايي، حکومت په یواځې توګه نه شي کولای چې په افغانستان کې د اداري فساد مخه ونیسي، دوی سپارښتنه کوي چې د نړېوالې ټولنې ترڅنګ دې عام ولس له افغان حکومت سره د اداري فساد په مخنیوي کې مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG