د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

بې تعریفه جګړه اخر تر کومه؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د کابل وروستیو ناامنیو او د دې ناامنیو په اړه را پیدا شوو اندېښنو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې بې تعریفه جګړه اخر تر کومه؟

په سرمقاله کې راغلي چې د کابل اوسیدونکي په تیرو دوو ورځو کې د وحشت د بې ساري څپو شاهدان وو.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې دا حملې باید حکومت دې ته اړ کړي چې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.

د ورځپاڼې په باور حکومت باید د ولس دې پوښتنو ته ځواب ورکړي چې ولې له امریکا او پاکستان سره د سندونو له لاسلیک کېدو وروسته امنیتي وضعه خرابه شوه.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان حکومت د وروستیو حملو په اړه له دښمنانو د غچ اخیستو خبره کړې، خو د ورځپاڼې په باور دا نه ده معلومه چې د حکومت دښمنان څوک دي؟

په سرمقاله کې راغلي چې افغانستان ته ستونزې طالبان جوړوي او د پاکستان استخباراتي کړۍ له طالبانو کلک ملاتړ کوي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د کابل وروستۍ حملې ښيي چې د وسله والو مخالفینو په اړه د حکومت تعبیر او تعریف غلط دی.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله وروستیو امنیتي پیښو ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې د کابل په وروستیو حملو کې ۴۵۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې د شاشهید د سیمې حملې خلکو ته شکونه پيدا کړي او لیکوال ویلي دا احتمال شته چې دا یو هوایي برید وي ځکه چې ځمکه یې لس متره ژوره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور، طالبانو هم د شاشهید په حمله کې لاس لرل رد کړي او په دې اړه یې د تحقیقاتو ژمنه کړې ده.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د کابل د وروستیو حملو د غچ اخیستلو یوازنۍ لاره داده چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي.

په سرمقاله کې د پخواني جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف په حواله ویل شوي چې طالبان باید له اوسنۍ موقع نه ګټه واخلي او د سولې له بهیر سره په یوځای کیدو د هیواد په راتلونکې کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG