د کابل ښار په درېیو وروستیو انتحاري او ډله ییزو حملو کې شاوخوا ۴۷۵ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
د پایتخت کابل اوسیدونکي له څه باندې شلو ورځو نسبي ارامۍ وروسته په تېرو دوه شپو کې د خونړیو انتحاري؛ انفجاري او ډله ییزو حملو شاهدان وو؛ هغه حملې چې سلګونه کورنۍ یې غم ته کښینولي دي.
تر ټولو تازه شمیرنې چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت خپارې کړي دي ښيي چې د مرکز کابل په وروستیو دریو حملو کې شاوخوا ۴۶۶ کسان مړه او ټپيان شوي دي.
شاه شهید، افشار او قصبه هغه سیمې دي چې د څلوریشت ساعتونو څخه په کمه موده کې د وسله والو مخالفینو د چاودیدونکي، انتحاري او ډله ییزو حملو هدف ګرځیدلي دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنایي جرمونو د څیړنې مشر فریدون عبیدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د هیواد کشفي او استخباراتي بنسټونه سخت په لټه کې دي چې پیدا کړي د دې حملو تر شا څوک دي.
((اوس لا وختي دی چې ووایو کومې ډلې په دې حملو کې لاس درلود ولې وړاندې له دې د سولې او امنیت دښمنانو په هر نوم مسولیت اخستی دی.
د استخباراتي او کشفي بنسټونو څیړنې روانې دي تر څو د دې حملو اصلي طرح کوونکي او ترسره کونکي پیدا شي.))
د جمعې په ماښام هغه مهال چې د پولیسو اکاډمی افسرانو او محصلینو غوښتل د اکاډمی ساحې ته داخل شي یو کس چې د ملي پولیسو لباس یې په تن و دغې اکاډمی ته د ننوتو په دروازه کې ځانته چاودنه ورکړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه انتحاري حمله کې له څلویښتو څخه ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلي ده.
له دې حملې څخه شاوخوا دری ساعته وروسته په یوه بله پیښه کې وسله والو کسانو د چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر ته د قصبې په سیمه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قرارګاه ته نږدې چاودنه ورکړه او دوه نورو وسله والو په دغه ځای ډزې پیل کړې.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه حمله کې د قاطع ماموریت یو غړی او اته نور قراردادیان وژل شوي دي.
خو له دې حملو څخه غټه یوه چاودنه د جمعې په شپه ناوخته هغه مهال د شاه شهید په سیمه کې وشوه چې خلک په خواږه خوب ویده وو.
حکومتي چارواکي وایي چې په دغه پیښه کې شپاړس ملکیان وژل شوي او شاوخوا څلورسوه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو پر اکاډمۍ او د ائتلافي ځواکونو پر مرکز د حملو مسولیت وسله والو طالبانو اخستی خو د شا شهید د خونړۍ حملې مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.
له دې سره د امنیتي چارو کارپوه مرزامحمد یارمند وايي چې وسله والو والو مخالفینو د دې لپاره په یوه وخت دا حملې وکړې چې د خپل منځي اختلافاتو څخه د خلکو پاملرنه لرې کړي.
((برداشت داسې و چې د ملاعمر له مرګه وروسته د طالبانو په لیکو کې ستونزې پیدا شوي او په افغانستان کې جنګ پاشل کیږي؛ پاکستان د دې لپاره چې د طالبانو مورال یې ساتلای وي او افغان حکومت ته وښايي چې که ملاعمر مړشوی هم وي طالبان کولای شي چې په افغانستان کې داسې وضعیت ته دوام ورکړي.))
یو شمیر نور امنیتي کارپوهان او عام خلک بیا د دې حملو د غندلو تر څنګ وايي چې حکومت دې د غندلو له پالیسی ووځي او باید د حملو د مخنیوی لپاره اقدامات جدي کړي.
دوی وايي په ډیرو انتحاري او چاویدونکو حملو کې ځینی حکومتي چارواکي او خاصې کړی لاس لري او له دې لارې هڅه کوي چې د سولې روانې خبرو په وړاندې احساساتونه راوپاروي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ