د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

کابل کې وروستی وحشت د آی.اېس.آی ځانګړی پيغام


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د شاشهید د سیمې د موټر بم حملې غبرګونونو او وروستي امنیتي وضعیت ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې په کابل کې وروستی وحشت، د آی. اېس. آی ځانګړی پيغام.

په سرمقاله کې راغلي چې دې حملې ته له وحشت پرته بل نوم نه شي ورکولای او په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکول کیږي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د دې حملې هدف دا دی چې د طالبانو ترمنځ له اختلافاتو څخه د خلکو نظر بل لور ته واړوي.

د ورځپاڼې په باور د پاکستان آی. اېس. آی له دې حملې څخه دا پيغام افغان حکومت ته ورکوي چې طالبان لا هم د دوی په لاس کې دي او دوی نه غواړي افغانستان کې امن راشي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې وروستیو امنیتي پیښو او د شا شهید د سیمې موټر بم حملې له خلکو نه د سولې د ټینګښت هیلې اخیستې دي.

په سرمقاله کې راغلي چې له دې ټولو بدمرغیو سره - سره لا هم د ملي وحدت حکومت مشران سولې ته په تمه دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې خلک هره ورځ توکل په خدای له کوره راوځي او حکومت بیا پاکستان ته د سولې لاسونه غځولي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د کابل د حملې په اړه لیکلي چې دا موټر بم چاودنه دومره درنه وه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې په کابل کې ساری نه لیدل کیږي.

په مطلب کې راغلي چې په حمله کې پنځلس کسان وژل شوي؛ د څلورسوو په شااوخوا کې ټپيان دي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د شاشهید د سیمې وروستۍ حمله د جګړې په ډګر کې د وسله والو مخالفینو د ماتې څرګندوي کوي.

په سرمقاله کې راغلي، دې حملې وښودله چې د هېواد دښمنان بل کوم هدف نه لري او یوازې د خلکو وژلو او ځورولو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي چې د کابل د دې او د هېواد په کچه د لسګونه نورو حملو تر شا د سیمې استخبارات لاس لري.

سرمقاله لیکونکي سپارښتنه کړې چې حکومت د سولې د ټینګښت د هڅو تر څنګ باید د دې ډول پیښو عاملین مجازات او د دې پیښو د پلان سرچینه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG