د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

د طالبانو له خپلمنځي اختلافاتو څخه باید استفاده وشي


نړېوالو رسنیو له طالبانو سره د سولې د بهیر او په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ګواښونو په اړه مطالب خپاره کړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان دی: ((د طالبانو له خپلمنځي اختلافاتو څخه باید استفاده وشي)).

نیویارک ټایمز لیکي، د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې له تایید وروسته د دې ډلې د مشرتابه پر سر پورته شوو اختلافاتو یو فرصت برابر کړی دی چې امریکا، افغان حکومت او د سیمې هېوادونه باید ترې ګټه واخلي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، دا اختلاف له معتدلو طالب مشرانو سره د روغي جوړې لپاره ریښتنیۍ فرصت برابر کړی دی.

د مقالې لیکونکی وايي، د سیمې هېوادونه هم دلیل لري چې باید له معتدلو طالب مشرانو سره د سولې په برخه کې ګډ دریځ غوره کړي.

د نیویارک ټایمز په وینا، دلیل دا دی چې که طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای نه شي؛ نو داعش ته به چې د سیمې هېوادونه يې خپل امنیت ته ګواښ ګڼي؛ مخه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، ایران له داعش څخه کرکه لري؛ ځکه دا ډله د شیعه ګانو ضد اډیالوژي لري. روسیه او د منځني اسیا هېوادونه ځکه د داعش ضد دي چې د دې هېوادونو اتباع په دې ډله کې شامل دي او دا وسله وال غواړي چې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې اسلامي انقلابونه راولي.

د مقالي لیکونکی د داعش پر وړاندې د هند اندېښنه هم یادوي او لیکي چې په دې ډله کې هغه وسله وال هم شامل دي چې غواړي له سره د هند پر ضد وسله وال فعالیتونه پیل کړي.

نیویارک ټایمز پاکستان ته د داعش ګواښ هم یاد کړی دی او لیکي چې پاکستان د داعش او تحریک طالبان ترمنځ له یووالي اندېښنه لري.

ورځپاڼه لیکي د داعش ګواښ کولی شي؛ د افغانستان د سولې په پروسه کې هند او پاکستان ګډې همکارۍ ته وهڅوي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې هم د ملا عمر د مرګ له تایید وروسته د افغانستان د سولې د پروسې په اړه لیکنه کړې ده.

ګارډین لیکي، څوارلسم کال ته د افغانستان د جګړې داخلېدل؛ د ملکیانو بې سابقه مرګژوبله او د جنګ له لارې د روانې شخړې د حل د امکان کموالي ته په پام سره د سولې د خبرو پیل د افغانستان د روانې جګړې د حل لپاره هیلې زیاتې کړي دي.

په مطلب کې وړاندې راځي؛ ولسمشر اشرف غني واک ته د رسېدو له لومړی ورځ راهیسې د سولې لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې پیل کړي دي او افغان ولسمشر په دې برخه کې د پاکستان رول تر ټولو مهم ګڼلی دی.

ګارډین لیکلي، د طالبانو په لیکو کې د سخت دریځو له مخالفتونو سره - سره بیا هم طالب مشرانو د سولې لپاره محتاطانه ګامونه اخستي دي.

په مقاله کې راغلي، د طالبانو نوی مشر مکلف دی چې د یوې اجماع له لارې خپله مشري مخته یوسي؛ خو هغه به د سولې د خبرو د پرمخ بیولو د څرنګوالي او دا چې طالبان د سولې لپاره څه ډول شرطونو ته اړتیا لري؛ مهم رول او اغیز ولري.

XS
SM
MD
LG