د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

اسلام اباد وایي، د افغان طالبانو د سولې خبرې به ژر پیل شي


پاکستان نن یو ځل بیا خپله ژمنه تکرار کړه چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې په بهیر کې به مرسته وکړي.

اسلام اباد دا خبره څو ورځې وروسته تردې کړې ده چې د ملا محمد عمر پر ځای د طالبانو نوی مشر ملا اختر منصور د سولې د خبرو په باره کې شک څرګند کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په هغه غونډه کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي مرستیال تادامیچي یاماموتو په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د صدراعظم له ځانګړي استازي طارق فاطمي سره په اسلام اباد کې درلوده، فاطمي وویل، له طالبانو سره به ډیر ژر بیا د سولې خبرې پیل شي.

په بیان کې وړاندې ویل شوې دي چې د صدراعظم نوازشریف ځانګړي استازي ډاډ څرګند کړی دی چې د سولې خبرې به ژر شروع شي او پاکستان به د افغانستان د سولې او ثبات لپاره لاره هواره کړي.

د افغانستان د حکومتي استازیو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو دوهم پړاو وروسته ترې وځنډیده چې ټاکل شوې وه چې تیره پنجشنبه په پاکستان کې د طالبانو او افغان دولت د استازیو تر منځ د سولې خبرې وشي، خو دوې ورځې مخکې تر دې خبرو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې خبرونه افشا او تایید شول.

په بهرنیو اړیکو کې د صدراعظم نواز شریف ځانګړي استازي وویل چې په افغانستان کې د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه ګډو هڅو ته اړتیا شته.

طارق فاطمي زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان اړیکي په مثبت لورې روان دي او له طالبانو سره د سولې لومړی پړاو خبرې هم یو مهم پرمختګ و.

د افغان حکومت استازیو د جولای په اوومه اسلام اباد ته څیرمه په مري کې د طالبانو له استازیو سره د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې کړې وې چې بیا په دې غونډه کې دواړو لوریو منلې وه چې په څو اونیو کې به بیا خبرو ته سره کښیني.

یاماموتو تیرکال په اکتوبر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو مرستیال استازی وټاکل شو او له دې ټاکنې راوروسته دا لومړی ځل دی چې دی پاکستان ته په رسمي سفر تللی دی.

XS
SM
MD
LG