د پاکستان د مشرانو جرګې د دې هېواد له صدراعظم نواز شريف او په بهرنيو او امنيتي چارو کې د ده له سلاکاره غوښتي چې په پاکستان کې دې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د دويم پړاو د ځنډېدو او د طالب مشرملاعمر د مړينې په اړه مشرانو جرګې ته خپل دريځ روښانه کړي.
دا غوښتنه د پاکستان د مشرانو جرګې مشر رضا رباني د سه شنبې په ورځ کړې او د صدراعظم نوازشريف پرامنيتي سلاکارسرتاج عزيز يې غږ کړى چې ژرترژره دې جرګې ته د دغو دواړو مساېلو په تړاو د راپورته شويو پوښتنو په اړه مفصله وينا وکړي.
د پاکستان د ډان خبري اژانس د راپورله مخې، د دې هېواد د مشرانوجرګې پرمشرسربېره د پاکستان د پيپلزګوند سناتور فرحت الله بابرهم له حکومته غوښتي چې په پاکستان کې دې د ملاعمرد مړينې د راپورونو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.
نوموړي همدا راز ويلي چې د ٢٠١١ م کال په مۍ د پاکستان په ايبټ اباد ښارګوټي کې د امريکا د ځانګړيو ځواکونو په عملياتو کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن او اوس پکې د افغان طالبانو د مشرد مړينې له امله پردې هېواد په نړېواله کچه نيوکې کېږي او حکومت بايد په دې اړه واضح بيان خپور کړي.
د پاکستان د مشرانو جرګې غړي دا غوښتنې ترهغې وروسته کوي چې په دې هېواد کې د افغان دولت او طالبآنو د استازيو ترمنځ د سولې د مذاکراتو دويم پړاو د ملا عمر د مړينې د راپورنو له امله وځنډېده.
تر دې مخکې دغو دواړو افغان خواوو د جولايي په ٧مه نېټۀ اسلام ابآد ته نزدې په مري کې سره مخامخ خبرې کړې وې او د مذاکراتو پر جاري ساتلو سلا شوي ول.
ټاکل شوې وه چې د جولای پر ۳۱مه افغان حکومت او طالبان ترمنځ د سولې د خبرو دويم پړاو هم په مري تر سره شي خو د ملا عمر مړینې خبر تر خپرېدو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې پر ورځ وویل،چې د طالب مشرانو په غوښتنه یې دا خبرې ځنډولې دي.
ددې وزارت وياند قاضي خليل الله ددې ترڅنګ دا هم ويلي ول چې پاکستان به د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره ددې هېواد د سولې له پروسې سره مرستې جاري ساتي.
د ٢٠١٣م کال په اپريل مياشت کې د ملا عمر د مړينې خبر په داسې وخت کې خپور شو چې د تېر کوچني اختر په مناسبت نوموړي ته په منسوب اختريز پېغام کې د افغان دولت او طالبانو د سولې د خبرو هرکلى شوى و.
د پاکستان د مشران جرګې غړي سناتور فرحت الله بابر همداراز پوښتلي، که ملا عمر دوه کاله وړاندې مړ شوى، نو په اختر کې د هغه په نامه اختريز پېغام چا خپور کړى و او د ملا عمر په نامه دا هر څه چا او ولې کول؟
افغان دولت او د افغانستان ملي امنيت د افغان طآلبانو د مشر د مړينې د پخلي په ترڅ کې ويلي ول چې نوموړى په ٢٠١٣م کال کې د پاکستان په يوه روغتون کې مړ دى او ادعا يې کړې وه چې په دې اړه ورته د پاکستان حکومت هم پخلى کړى دى.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ملا عمر د مړينې د راپورنو تر خپرېدو وروسته وويل چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي او خپل دريځ به تر دغو پلټنو و څېړنو وروسته څرګند کړي.
راپور: ذبيح شفق