د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۳

ځنې وکیلان د جنرال دوستم له خوا د فاریاب د عملیاتو رهبري سمتي مسایلو پورې تړلې بولي


د ولسي جرګې یو شمیر غړي ټينګار کوي،که چیري د ولسمشر لومړی مرستیال نورو ولایتونو ته هم پوځي عملیات ونه غځوي یوازي په فاریاب کې به روان عملیات د قومي او سمتي پریکړې په معنی وي.

په فاریاب کې روان عملیات د پنځه زره امنیتي ځواکونو په وسیله په لوړ لګښت د جمهور رییس د لومړي مرستیال له خوا رهبري کیږي؛ خو دې کار د ولسي جرګې د یو شمیر غړیو تند غبرګونونه راپارولي دي.

په ولسي جرګې کې د خلکو یو شمېر استازي په فاریاب کې د جمهور رییس د لومړي مرستیال له خوا د پوځي عملیاتو رهبري سمتي او قومي مسایلو پورې تړلې بولي.

دوې وایي، سره له دې چې د هېواد نورې برخې هم د جګړې په اور کې سوځي؛ خو حکومت خپل ټول پام فاریاب ته کړی.

په ولسي جرګې کې د خلکو استازی دلاور ایماق په دې اړه وایي.

((د جمهور رییس لومړی مرستیال هماغه ډول چې اړ شو ترڅو جګړه له فاریاب نه پیل کړي؛ اوس باید جګړه له دې لوري له بدخشان او هغه غاړه په هرات کې پای ته ورسوي.

نوموړی مجبوره دی ځکه چې خلک هم نه پریدي؛ موږ د خلکو استازي په پارلمان کې له ښاغلي دوستم نه په دې اړه وضاحت غواړو ښاغلی دوستم باید زموږ ولایتونو ته هم راشي او له موږ سره همکاري وکړي.))

په فاریاب کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې له روانو پوځي عملیاتو څخه نژدې یوه میاشت تیریږي.

سره له دې چې د فاریاب یو شمېر اوسیدونکي له دغو عملیاتو خوښي څرګندوي؛ خو یو شمېر نور بیا له دې امله انتقادونه کوي.

په ولسي جرګې کې د فاریاب یو شمېر استازي هم وایي چې د دې ډلې یوه برخه د امنیت د ټينګښت په پلمه د دې ولایت له اوسیدونکو پیسې اخلي او د خلکو په ځورولو یې لاس پوری کړی.

د فاریاب یو شمېر اوسیدونکي بیا وایي چې د پوځي عملیاتو سره - سره اوس هم د وسله والو مخالفانو حضور لیدل کیږي.

د طارق په نوم د دې ولایت یو تن اوسیدونکي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

((د دولت وسله وال مخالفان په خپله خوښه یو شمیر سیمې پریښې دي؛ هېڅ ډول عملیات نه دي ترسره شوي؛ امنیتي ځواکونه تراوسه نه دي توانیدلي چې هغه سیمې ونیسي چې وسله وال په کې ډير حضور لري؛ اوس هم د شپاړسو کلیو کنټرول د وسله والو طالبانو په واک کې دی؛ په اورې سیمه کې دا مهال 150زره کورنۍ بې ځایه شوې دي؛ د قیصار په یو شمېر برخو کې حتی حکومت کنټرول نه لري.))

له بلې خوا د جمهور رییس د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی دوستم له وسله والو د دې ولایت د تصفیې لپاره کلک هوډ لري او ډېر ژر به دا عملیات نورو سیمو ته هم وغځوي.

ښاغلي فیضي هغه راپورونه هم بې بنسټه وبلل چې ګني په دې ولایت خلک ځورول شوي دي.

((زه فکر کوم چې دا یوه غیر منطقي خبره ده چې ویل کیږي؛ هغه ځواکونه چې سیمه تصفیه کوي دوی به د خلکو د ځورولو سبب شوي وي؛ دا طبعي خبره ده کله چې یوه طرحه د تصفیې لپاره عملي کیږي؛ له دې سره یو ځای یو شمېر مخالفې ډلې هم په سیمه کې شته.

جنرال صیب دوستم یوازې د فاریاب په فکر کې نه دی؛ بلکې د ټول هېواد په فکر کې دی او هغه به نورو ولایتونو لکه هلمند کندز او نورو سیمو ته به هم سفرونه ولري هغه سمې چې اوس د جګړې په اور کې سوځي.))

د فاریاب یو شمیر اوسیدونکي بیا دې ولایت ته د جنرال دوستم سفر ته نمایشي بڼه ورکوي.

دوی وایي چې اوس هم د دې ولایت ډېرې برخې د وسله والو په ولکه کې دي.

XS
SM
MD
LG