د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

خواجه اصف: هر څوک چې د طالبانو مشر شي د سولې خبرې به روانې وي


د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف


د دوشنبې په ورځ د پاکستان د سنا مشر له حکومت څخه وغوښتل چې ددې هیواد سنا ته دې د ملا عمر د مړینې په اړه معلومات ورکړي .

د پاکستان سیمه ایزې رسنۍ وايي ددې هیواد د سنا مشر رضا رباني د پاکستان د صدرعظم د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز غوښتي دي چې سناتورانو ته دې د ملا عمر د مړینې او د افغانستان د سولې سره په تړلو پوښتنو ځوابونه ووايي.

د پاکستان د سنا مشر وروسته له هغې دا غوښتنه کوي چې تر ده مخکې د سنا یو بل غړي فرحت الله بابر هم له حکومت څخه د ملا محمد عمر د مړینې په اړه د یو روښانه بیان د خپرولو غوښتنه کړې وه .

پاکستاني چارواکو تیره اونۍ وویل چې دوی په د افغان طالبانو د مشر د مړینې په اړه معلومات راټولوي او بیا به خپل دریځ څرګندوي . خو تر اوسه د پاکستان له خوا د ملا محمد عمر د مړینې په اړه کوم رسمي او څرګند بیان نه دې خپور شوی .

خو پر دې سربیره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د دوشنبې په ورځ د سي این این تلویزونې شبکې سره مرکه کې دا خبره چې ګوندې ملا محمد عمر په کوټه یا کراچۍ کې مړی شوی رد کړه او دا یې له کابله راپورته شوې ادعا وبلله .

”ددې هیڅ ثبوت نه شته چې ملا عمر دې په کراچۍ یا کوټه کې مړی شوی وي . د نوموړې کورنۍ او بچیان ادعا کوي چې هغه دوه کاله مخکې په کندهار کې مړ شوی او همالته ښخ شوی دی . نو ددې ثبوت نه شته دا یوازې دعوه ده چې له کابله راپورته شوې او موږ یې ردوو . “

نوموړې وویل چې په تیرو دوو درې کلونو کې ډیر بدلون راغلی او دده په وینا پاکستان خپل زرګونه سرتیري په قبایلي سیمو کې د وسلوالو د زپلو لپاره ګمارلي دي .

د پاکستان د دفاع وزیر سي این این تلویزوني شبکې ته د طالبانو ترمنځ د مشرتابه پر سر وروستیو اختلافاتو او د افغانستان د سولې د راتلونکې په اړه وویل چې که هر څوک د طالبانو مشر وي هغوی اوس دا درک کړې چې له سولې پرته بله لاره نه لري او د خواجه اصف په وینا د سولې خبرې به روانې وي .

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، افغانستان د سولې پروسه نه یوازې د سیمې د هیوادونو ملاتړ لري ، بلکې د امریکا او چین ملاتړ هم ورسره دی او د افغانستان په ګټه ده .

نوموړې ټینګار وکړ چې د افغانستان سوله یې د هیواد او سیمې له امنیت سره مرسته کوي او دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي .

په عین حال کې د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحل شریف ددې هیواد له صدراعظم نواز شریف سره په یو غونډه کې چې ددې هیواد نور پوځي او امنیتي چارواکي هم وو، د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې کړي . دا چې پاکستاني چارواکو په دې خبرو کې پر کومو مسلو بحث کړی، خبرپاڼه کې یې جزییات نه دې په ډاګه شوې .
د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ دویم پړاو مخامخ خبرې چې ټاکل شوې وه اسلام اباد کې وشي د ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته وځنډيډې .

XS
SM
MD
LG