د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

لا هم افغان هوايي ځواک له غښتلي ملاتړه برخمن نه دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د څو کلونو په تېرېدو سره لا اوس هم د هوايي ځواک په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري نن خبریالانوته وویل چې په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره اکثره جګړې هوايي ملاتړته اړتیا لري خو افغان پوځیان ترډېره ورنه بې برخې دي.

هوايي ځواک چې په ټوله نړۍ کې د یوه پوځ قوي برخه جوړوي او په افغانستان کې هم د دغه هېواد غرنیتوب ته په پام یوه جدي اړتیا بلل کیږي، افغان چارواکي وايي چې دغه برخه لا هم لکه څنګه چې لازمه ده هغه شان نه ده پیاوړې شوې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې تایید کړه چې د ظرفیتونو له موجودیت سره سره بیا هم د هوایي ځواک کمښت جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

ښاغلي وزیري وویل چې د افغانستان اکثره جګړې هوایي ملاتړ ته اړتیا لري خو افغان پوځیان له دې ملاتړه تر ډېره محروم پاتې دي:

«په ټول هېواد کې په ډېرو ولسوالیو کې جګړې دي.

هوايي ځواک د افغانستان ټولو برخو ته ژر نه شي رسیدلی. که څه هم زموږ هوايي ځواک ښې وړتیاوې پیدا کړي دي. زموږ هېواد غرنی دی په هرځای کې باید له هوايي ځواکه استفاده وشي.

که یو چیرته یوه مساله رامنځته کیږي هوايي ځواک باید ژر تر ژره ور ورسیږي.

متاسفانه زموږ هوايي ځواک سل په سلو کې په خپلو پښو نه دی دریدلی.»

ښاغلی وزیري په داسې حال کې د هوايي ځواک د پياوړي کیدو په مسلې ټینګار وکړچې نړیوالې ټولنې تر ۲۰۱۸ کاله پورې د افغان هوايي ځواک تدریجي سمبالولو ته ژمنې کړي دي.

د افغان هوايي ځواک د ملاتړ ضرورت په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ناټو سازمان سرمنشي ینزسټولټنبرګ تېره میاشت د دغه سازمان په وروستۍ غونډه کې وویل چې ټولو د افغان هوايي ځواک په ملاتړ موافقه کړې ده.

د افغان هوايي ځواک د ملاتړ په خاطر چارواکي په داسې حال کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کوي چې افغان پوځیانو ځینې محدودې خطرناکه سیمې وسله والو مخالفینو ته د تکتیکي شاتګ په نوم ورپریښي دي.

اخوا پوځي کارپوهان ټینګار کوي چې که یو پوځ قوي هوايي ځواک ونه لري د دښمن په وړاندې تر ډېره د مقابلې توان نه لري.
د هوایي ځواک پخواني جنرال عتیق الله امرخیل آزادي راډیو ته وویل چې له پوځ سره ډېرې مرسته شوې پیسې حیف او میل شوي او هیچا هم د هوایي ځواک پیاوړتیا ته پاملرنه نه ده کړې:

«یو پوځ چې په هره اندازه پیاوړې وي خو چې هوايي ځواک ونه لري په ننیو جګړو کې داسې فکر وکړئ ښی لاس نه لري. د دښمن د حرکاتو لپاره چې په غرونو او درو کې یې کوي د هغوی لپاره بیا الوتکې ډېرې ضروري دي. دغه پيسې چې افغانستان ته راغلې متاسفانه زمونږ په اداره کې فساد وجود درلود.

داسې مفکوره چا سره نه وه چې راځئ دا خپله اردو دا خپل هوايي ځواک په پښو باندې ودروو.»

ښاغلي امرخیل همداراز ټینګار وکړ چې د هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره ډېره اړتیا ده چې د افغان امنیتي ارګانونو تر منځ کلکه اراده موجوده وي او د دغې برخې لپاره هر ډول پریکړې په جدي توګه تعقیب شي.

د چارو څیړونکي په دې باور دي چې که څه هم قوي هوايي ځواک د مخالفینو پر وړاندې یو لوی برلاسی دی خو په تېر کې ملکیانو ته په هوايي حملو کې د مرګژوبلو اوښتل هغه جنجالي مسله ده چې جدي انديښنې یې پیدا کړي او باید په راتلونکې کې هم دې مسلې ته جدي پاملرنه وشي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG