د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

چاوراکي: د غزني خلک د ځان د دفاع لپاره وسله پورته کړی


د غرني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت خلک د ځان د دفاع لپاره د وسلې اخیستلو په حال کې دي.

د غرني والي مرستیال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ورستیو ناامنیو خلک اندېښمن کړي دي.

په ورته وخت کې د چارو کارپوهان وايي چې د امنیت د تینګښت په برخه کې د حکومت ضعف د دې لامل شوی چې خلک په دې کارلاس پورې کړي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د اجراییه ریاست دوهم ریاست محمد محقق په دې وروستیو کې له حکومته غوښتي دي چې د افغانستان د مرکزي سیمو د اوسیدونکو د دفاع ملاتړ وکړي او دوی دې مجهز کړي.

د غزني ولایت د بېلابېلو ولسوالیو خلک خپل د عشر او زکات پسې سیمه ییزو پاڅون کونکو ته ورکوي.

د دغه ولایت چارواکي دغه شان وايي چې خلک د خپل ځان د دفاع او د طالب، داعش او نورو ګواښونو په وړاندې د مبارزې په خاطر وسلې اخلي.

د غرني والي مرستیال محمد علي احمدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت اوسیدونکي له وروستیو ناامنیو نه په اندېښنه کې دي او په دغه ولایت کې د وسلې اخیستل د خلکو یوه اړتیا ده:

((د غرني په امنو سیمو کې د خلکو ترمنځ د طالب، داعش او خپل ځان د دفاع په خاطر یو نوی بدلون او غورځنګ رامنځته شوی دی، د وسلو اخیستل او ترڅنګ یې د ځان د فاع لپاره د یو شمېرکسانو د مسلح کولو او هغوی ته د عشر او زکات ورکول، ډېر ګرم دي.))

ښاغلي احمدي وویل چې خلک په اندړ، ګیرو، قرباغ، مقر کې له دوو کلونو را په دې خوا د ولسي پاڅونونو تجربه لري او اوس خپل د عشر او زکات پیسې هم پاڅونکوونکو ته ورکوي، خو په دې وروستیو کې په ناور، جاغوري مالستان او قره باغ ولسوالیو کې هم د وسلو اخیستل پیل شوي دي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د اجراییه ریاست دوهم ریاست محمد محقق په دې وروستیو کې له حکومته غوښتي دي چې د افغانستان د مرکزي سیمو د اوسیدونکو د دفاع ملاتړ وکړي او دوی دې مجهز کړي.ځکه د ښاغلي محقق په وینا د افغانستان په مرکزي سیمو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د فعالیتونو یوهدف شیعه ګان او هزارګان هدف ګرځول دي.

همدې موضوع ته په تړاو په دې وروستیو کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور هم له ولسي پاڅونونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د حکومت ضعف او په خپل وخت سره د امنیتي ځواکونونه اقدام هغه لاملونه دي چې خلک یې له امله اوس د خپل امنیت لپاره تیاری نیسي.

د چارو کارپوه سردارمحمد رحیمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې حکومت له خلکو څخه دفاع ونشي کړای حق نه لري چې د ځان د دفاع په خاطرد خلکو د مسلح کېدو مخه ونیسي:

((موږد بحران او بې ثباتۍ په حال کې یو، د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ دی، امنیتي ځواکونو ډېر ځله ناوخته اقدام کړی، یا یې هیڅ نه دی کړی او خلکو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.

دا شان شرایطو کې حکومت باید خلکو ته ډاډ ورکړي چې له دوی له سیمو نه دفاع کوي، خو کله چې دفاع نشي کولای دا حق نه لري چې د خلکو د مسلح کېدلو مخه ونیسي، دا چې خلک وسله له کومه کوي دا په خپله د حکومت ضعف دی، دا د خلکو د امنیت خبره ده او خلک د ځان د دفاع په خاطر چې په هر شي غواړي مسلح شي حکومت یې مخ نیوی نشي کولای.))

د افغانستان د دفاع وزارت بیا وايي چې دوی د افغانستان په هرځای کې د عملیاتو توان لري، خو له ولسي پاڅون کوونکو څخه د دوی د سر او مال د د دفاع په هدف ملاتړ کوي.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ولسي پاڅون کوونکو څخه د ملاتړپه ترڅ کې، هیله څرګندوي چې خلک له افغان امنیتي ځوکونو څخه په ملاتړ او د دوی ترڅنګ په درېدلو د ترهګرو په وړاندې مبارزه کوي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د امنیت ساتل د امنیتي ځواکونو دنده ده، خو دوی تل د خلکو ملاتړ له ځانه سره درلود:

((هغه هدفونه چې افغان ځواکونو او حکومت د هېواد د امنیت لپاره ټاکلي په افغانستان کې سوله او ثبات دی چې له دې برنامې او افغان ځواکونو نه ټول خلک په یو غږ ملاتړ کوي.

موږد هېواد په بېلابېلو برخو کې د خلکو د پاڅونونو او احساساتو هر کلۍ کوو، خو هیله یو چې خلک له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د دوی ترڅنګ ودرېږي.))

یو شمېرکارپوهان په دې باور دي، که چېرې له ولسي پاڅونونو سم مدیریت وشي کیدای شي په لنډ مهالي کې ښه نتیجه ولري خو وايي د خلکو مسلح کېدل په اوږدمهالي کې ستونزې او اندېښنې پیدا کولی شي.

دوی سپارښتنه کوي چې حکومت باید د هېواد د امنیت د ټینګولو په خاطرپه خپله او د افغان امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې اقدام وکړي او د د دفاع په خاطرد خپل وړتیاوو په وړاندې د خلکو دوی اعتماد خپل کړي.

XS
SM
MD
LG