د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند د ۲۰۱۶ کال شل اووره نړېوال جام سیالیو ته لاره ومونده.
په نننۍ لوبه کې چې د افغانستان او پاپوا نیو ګیني ترمنځ وه، افغانستان ته د سیالې لوبډلې له خوا د شپږو ویکیټو په بایللو سره ۱۲۸ منډې هدف وټاکل شو.
افغانستان دا هدف د څلور ویکیټو په بایللو سره ترلاسه کړ او په دې توګه نړېوال جام ته ووت.
افغانستان د ۲۰۱۶ کال لپاره د غوراوي جام په ترڅ کې څلور لوبې وګټلې، دوه یې و بایللې او دوه یې د باران له امله مساویانه پای ته و رسولې.
د ازادي راډيو مشرتابه او کارکونکي نړېوال جام ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریا مبارکي ټولو افغانانو ته وایي.