د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د افغانستان او هانګ کانګ ترمنځ د شوې لوبې په اړه شکونه


د افغانستان او هانګ کانګ ترمنځ د شوې لوبې په اړه بېلابېلې څرګندونې کیږي.

افغان کرکټ بورډ وايي، په وروستۍ لوبه کې د درغلیو او پیسو د خوړولو په اړه د راپورته شویو راپورونو سپیناوی یې له نړېوالې شورا غوښتي او هغوی هم تر ډېره دا اوازې رد کړي دي.

د کرکټ نړېواله شورا بیا وايي چې د افغانستان او هانګ کانګ په لوبه کې د درغلیو او شکونو په اړه رپوټونه خپاره شوي خو دا شورا نه غواړي چې د پلټونکي پلاوي په کارونو کې مداخله وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې په ډېرو خواریو نړېوالو ډګرونو ته وتلې ده اوس یې د هانګ کانګ په وړاندې د وروستې لوبې د نتیجې په اړه چې په دغه ټیم یې بایللې د شکونو او درغلیو خبرونه تاوده دي.

افغان لوبډلې د سه شنبې په ورځ د ۲۰۱۶ کال د نړېوال شل اوریز جام د غوراوي ټورنمنټ په یوه لوبه کې د هانګ کانګ لپاره ۱۶۲ منډې هدف ورکړې خو ونه توانیده چې ترې دفاع وکړي او ماته یې وخوړه چې ورسره سیاله لوبډله نړېوال جام ته ووته او هم د یاد ټورنمنټ سیمي فاینل ته ووت.

افغان کرکټ بورډ وايي، هغه رپوټونه ناسم او بې اساسه دي چې ګواکې د نړېوال جام د غوراوي ټورنمنټ په یادې لوبې ډېر شرطونه لګیدلي و او د کرکټ نړېواله شورا په دې اړه تحقیق کوي.

د دغه بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډيو ته وویل چې له نړېوالې شورا سره په دې اړه غږیدلي او هغوی ترډېره دا اوازې رد کړي چې د افغانستان او هانګ کانګ په لوبه کې دې جدي ستونزې موجودې وي:

((موږد کرکټ نړېوالې شورا سره اړیکې ونیولې. د کرکټ نړېوالې شورا موږ ته دا خبره رد کړې ده.

تراوسه په رسمي ډول دوی دا خبرنه دی خپور کړی. یو شمېر رسنیو دا خبرونه خپاره کړي خو موږ بیا هم وایو چې د کرکټ نړېوالې شورا د رسنیو له مسوولینو سره خبرې کړي او هغوی هم موږ ته ویلي چې موږ تراوسه داسې څه رسمي نه دي ترلاسه کړي.))

اي اس پي ان کرک انفو هغه نړېواله معتبره ویبپاڼه ده چې د افغانستان او هانګ کانګ د دې لوبې په اړه یې د کرکټ د نړېوالې شورا د تحقیقاتو خبر خپور کړی.

دې ویبپاڼې لیکلي چې د کرکټ نړېوالې شورا د فساد پرضد او امنیت ادارې پلټنې پيل کړي چې ولې په دې لوبه کې له حده ډېر شرطونه ولګول شول، نو کیدای شي د دغو پلټنو پایله د افغانستان په وړاندې د هانګ کانګ د پنځو ویکټو بریا چې په مستقیمه توګه یې دا ټیم نړېوال جام ته ورساو اغیزمنه کړې.

په دننه افغانستان کې هم په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې داسې څرګندونې کیږي چې د افغانستان او هانګ کانګ په لوبه کې ستونزې موجودې وې او ځیني ان د لوبغاړو له خوا د پیسو د خوړلو او درغلیو خبرونه مطرح کوي.

په عین حال کې د کرکټ د نړېوالې شورا مطبوعاتي ټیم وایي چې نه غواړي د دې شورا د فساد پر وړاندې د مبارزې او امنیت د کمیټې په کارونو کې لاسوهنه وکړي.

د دې شورا د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول پیټر برین ازادي راډيوته په یوه بریښنا لیک کې وویل چې موږد افغانستان او هانګ کانګ د لوبې په اړه له خپرو شویو رپوټونو خبر یو خو د کرکټ د نړېوالې شورا د فساد پر وړاندې د مبارزې او امنیت د کمیټې د تحقیقاتو په اړه نظر نه ورکوو.

اخوا یو شمېرکارپوهان وايي چې افغانستان تل له هانګ کانګ نه په ډېر لوړتفاوت لوبې ګټلي او خامخا د وروستۍ لوبې بایللو ځیني انديښنې پيدا کړي دي.

د کرکټ بورډ مخکیني رییس او کارپوه شهزاده مسعود ازادي راډیوته وویل چې په افغان ټیم پوره باورلري خو که په رښتیا هم په لوبه کې د درغلیو خبره ثابته شي دا به کرکټ بورډ او لوبغاړو ته ډېر زیان واړوي:

((زه چې څومره تجربه له خپل ملي ټیم لرم دا کار پخوا هیڅ نه و شوی.

دغه د میچ فکسنګ خبره چې اوس یادیږي. که خدای مه کړه داسې څه پرې ثابت شول دا به د کرکټ بورډ او ټولو لوبغاړو لپاره سخته بدنامي واړوي.))

د یادې لوبې پر سر د نړېوالو شرط وهونکو ډلو ډېرې پيسې لګول، په وروستي اورکې د لوبډلمشر اصغر ستانکزي له خوا د سلو بالرمحمد نبي لوبول او په کې د شپاړسو منډو پوره کیدل هغه څه دي چې په دننه او بهر کې یې شکونه پیدا کړي او کیدای شي له پلټنو وروسته ورته ځواب وموندل شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG