د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

اوباما، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی کړی


د امریکا ولسمشربارک اوباما پرون [چهارشنبه] د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی وکړ.

ولسمشراوباما همدا رازله طالبانو سره د سولې لپاره د افغانستان د حکومت هڅې ستایلې دي.

سپینه ماڼۍ وايي چې ښاغلی اوباما پرون ماښام د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت له اجرائیه مشر عبدالله عبدالله سره په ویډیويي کنفرانس کې ږغیدلی دی.

د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه وايي، د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د افغانستان د ملي اردو د پياوړتیا لپاره د امریکا د پوځ پر مشورتي هڅو او د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، ولسمشراوباما له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د افغان حکومت هڅې مهمې بللې او د دې هېواد اقتصادي پرمختګونو ته یې هم اشاره کړې ده.

ولسمشراوباما د افغانستان د حکومت له اجرائیه مشرعبدالله عبدالله سره هم پر یو شمېرمسایلو خبرې کړې خو د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې د دې خبرو نورجزیات نه دي څرګند شوي.

د امریکا متحدوایالاتو مخکې هم د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د لومړۍ رسمي لیدنې هرکلی کړی وو.

د افغانستان د حکومت یوه استازي هیات د جولای په اومه اسلام اباد ته نږدې د طالبانو له یوه پلاوي سره مخامخ، رسمي خبرې وکړې.

په هغه خبرپاڼه کې چې د جولای په۱۵مه، د افغانستان د طالبانو د مشرملا محمد عمر په نوم خپره شوه، دا خبرې مشروع بلل شوې وې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د دې مذاکرو هدف د بهرنیو د اشغال پای ته رسول دي.

امریکا او د دې هېواد اروپايي متحدانو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت تیرکال [2014 میلادي] ختم کړ.

د سپینې ماڼۍ په وینا، بارک اوباما پرون د افغانستان له ولسمشرسره په خبرو کې، د امنیت ټنیګولو لپاره د افغانستان د ملي اردو هڅې ستایلې دي.

سپینه ماڼۍ ویلي چې ولسمشراوباما له افغان مشرانو سره په پرونیو خبرو کې، د افغانستان او امریکا ترمنځ د مشارکت د پراختیا پرلارو چارو هم بحث کړی دی.

XS
SM
MD
LG