د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

اریانا هوايي شرکت: د ملي امنیت شورا ته لیږل شوی مکتوب جعلي دی


د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولان هغه مکتوب جعلې ګڼي کوم چې د دغه شرکت له خوا د ملي امنیت شورا په ادرس لېږل شوی او رسنیو ته هم رسیدلی دی.

په دغه مکتوب کې د اریانا افغان هوايي شرکت د یوې چارتر شوې الوتکې په اړه لیکل شوي چې له ایرانه مخ پټي کسان عراق او سوریي ته لیږدوي.

د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولان په داسې حال کې چې د دغه ریاست له خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا په ادرس لېږل شوی مکتوب جعلي ګني وايي چې دغه مکتوب اصلاً یادې شورا ته نه دی استول شوی.

د اریانا افغان هوايي شرکت اداري ریس محمد عمر مستور ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې دغه مکتوب د عامه ذهنونو د مخشوشولو په هدف د یو شمېر مغرضو کسانو له خوا رسنیو ته لېږل شوی دی:

((دا مکتوب اصلاً واقعي نه دی او جعلي جوړ شوی دی، چې یو شمېر فرصت طلبو او مغرضو کسانو جوړ کړی دی، دا مکتوب په هیڅ ډول امنیت شورا ته نه دی تللی، یواځې له دې امله چې عامه ذهنونه مخشوش کړي کاپي یې ستاسې او د رسنیو په واک کې ورکړل شوې.))

په دغه مکتوب کې راغلي چې د اریانا افغان هوایي شرکت یوه چارتر شوې الوتکه له ایرانه مخ پټي کسان عراق او سوریې ته لیږدوي.

په مکتوب کې د اریانا افغان هوايي شرکت د نوي ریس داوود شریفي له خوا لیکل شوي چې ځینو کسانو د خپلو شخصي هدفونو او ګټو لپاره د ایران له یو هوايي خصوصي شرکت سره تړون لاسلیک کړی چې ورڅخه دا شان ګټه اخیستل کېږي.

په مکتوب کې دغه عمل د اریانا افغان هوايي شرکت او ملي ګټو په زیان کار بلل شوی او له امنیت شورا څخه په دې اړه د لارښوونې غوښتنه شوې ده.

په دغه مکتوب کې د ښاغلي عمرمستور نوم هم راغلی دی.

په مکتوب کې د اریانا افغان هوايي شرکت د ریس ښاغلی شریفي له خوا دا هم لیکل شوي چې تر اوسه د ایران تابان شرکت کوم چې قرارداد ورسره شوی خپل پور دوی ته نه دی ورکړی.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون یو شمېر غړي وايي چې دا مکتوب امنیت شورا ته لېږل شوی او د ولسي جرګې دارالانشا ته هم رسیدلی دی.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون غړی حاجي علی محمد شهیدي وايي چې تر رخصتیو وروسته به دغه موضوع په جدي ډول وڅېړل شي:

((د دغه مکتوب دوه، درې کاپیانې موږ پیدا کړې وې او له کمیسیون سره وې له همدغه اریانا نه راغلې وې، کله چې د اریانا معاون موږ راغوښتو دی منکرشو چې دا امکان نه لري، دا امنیت شورا نه هم پرون یو مکتوب دارالانشا ته راغی چې دغسې خبره ده، تر رخصتۍ وروسته به انشالله دغه موضوع موږ جدي څېړو.))

د چارو کارپوهان او عام خلک وايي، له بهرنیو شرکتونو سره د همکارۍ سوداګریز تړونونه کوم ستونزه نه لري خو په دې شرط چې د تړونونو مواد روښانه وي، نا سمه استفاده ترې ونه شي او د هېواد ملي ګټو ته په کې زیان ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG