د افغانستان ولسي جرګې د مشرانو د جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار پرونۍ څرګندونې وغندلې او هغه یې ردې کړې.
د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیراحمدزي د چهارشنبې په ورځ خبریالانوته وویل چې د مسلمیار وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظردی او له قانون سره اړخ نه لګوي.
د مشرانو جرګې مشرد سې شنبې په ورځپر حکومت له انتقاد سربیره وویل چې له دې وروسته د ولسي جرګې پریکړې ورته د منلو نه دي.
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د مشرانو جرګې د مشرفضل هادي مسلمیار وروستۍ څرګندونې وغندلې او له اساسي قانون سره یې په مخالفت کې وبللې.
د دې جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي د چهار شنبې په ورځ خبریالانوته وویل چې ولسي جرګه له قانون سره سم خپلې چارې پرمخ بیایي او پریکړې یې مشروعیت لري:
(( دا دې مسلیمار شخصي نظر دی، دا خبره هغه پورې هیڅ اړه نه لري، ولسي جرګه خپل کار ته دوام ورکوي دلته اساسي قانون موجود دی، زما هیله دا ده چې د دواړو جرګو ترمنځ باید دا ډول خبرې ونه شي، اول دې هغه خپل ځان قانونمن کړي، بیا دې قانون ته مخه وکړي.))
د مشرانو جرګې مشرفضل الهادي مسملیار د سه شنبې په ورځ ویلي چې له دې وروسته ورته د ولسي جرګې پریکړې مشروعیت نه لري.
د مشرانو جرګې مشرپه داسې حال کې د ولسي جرګې کارغیرقانوني بولي چې ولسمشراشرف غني د جوزا په وروستیو کې د ولسي جرګې کاري دوره تر راتلونکو انتخاباتو پورې تمدید کړه.
محمد اشرف غني ویلي دا پرېکړه یې د دولت د درې ګونو قواوو د فعالیت او د ولسي جرګې له خوا د قانون جوړونې د تدوام په خاطر کړې ده.
دا چې د ولسي جرګې د پریکړو په اړه د مشرانو جرګې د مشرخبرې څومره حقوقي بنسټ لري دا پوښتنه مو د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې له مشراجمل هوډمنسره شریکه کړه.
اجمل هوډمن ازادي راډیو ته وویل چې په دې پرخه کې د ښاغلي مسلمیار دریځ پرځای دی او د حل لاره دا ده چې حکومت ژرترژره د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو نیټه اعلان کړي:
((کله چې د مشرانو جرګې له خوا دا خبره مطرح کیږي چې د ولسي جرګې پریکړې موږ ته اعتبار نه لري، دا خبره سمه ده او دا دوی حق دی چې دا خبره وکړي د حل لاره دا ده چې ژرترژر د انتخاباتو نېټه اعلان شي انتخابات ترسره شي، څو موږ له حقوقي تشې څخه را ووځو.))
له دې وړاندې ملګروملتونو او د ملي شورا دواړو جرګو له افغان ولسمشره غوښتي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه وټاکي.
د چارو کارپوهان د ولسي جرګې د انتخاباتو په ژر ترسره کېدو ټینګار کوي او وایي چې که دا کار ونه شي نو افغان حکومت به په ملي او نړېواله کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړي.
راپور: رحمت الله افغان