د ملي وحدت د حکومت چارواکي وايي، ترهغې چې په انتخاباتي نظام کې لازم اصلاحات رامنځته نه شي د ولسي جرګې د انتخاباتو نیټه به اعلان نه شي.
د اجرایه ریاست یوه ویاند جاوید فیصل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيوته وویل، د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره د وخت ټاکل اوس د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون کار دی چې اصلاحاتو ته په پام به یې اعلان کړي.
د ملي وحدت حکومت چارواکي د ولسي جرګې انتخابات د انتخاباتي نظام په اصلاح پورې مشروط ګڼي او ووایي له هغې وړاندې هیڅ ډول انتخابات نشته.
د اجرایه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، ترهغې چې انتخاباتي نظام اصلاح نه شي د ولسي جرګې د انتخاباتو نیټه هم نه اعلانیږي.
ښاغلی فیصل ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون به د اصلاحاتوله تطبیق وروسته حکومت ته د انتخاباتو لپاره د یوه مناسب وخت وړاندیز وکړي:
((دوی به د درېیو میاشتو کار په موده کې حکومت ته وړاندیز وکړي چې راتلونکي انتخابات کله ممکن دي.
له هغې وروسته به حکومت اجرات وکړي ترڅو د ولسي جرګې د انتخاباتو نیټه اعلان کړي. ترهغې چې انتخاباتي نظام اصلاح نه شي موږ هیڅ تاریخ نه شو ټاکلی.))
خو له دې وړاندې ولسمشراشرف غني د جوزا د میاشتې په ۳۰ نیټه ویلي وو چې تریوې میاشتې به د ولسي جرګې د انتخاباتو نیټه مشخصه شي، اوس چې دا موده پوره شوي حکومت بیا دا کار په اصلاحاتو پورې مشروط ګڼي.
د ملي وحدت حکومت داسې مهال د ولسي جرګې انتخابات په اصلاحاتو پورې مشروط ګڼي چې له ډيرو جنجالونو وروسته د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون تازه خپل کار په رسمي ډول پیل کړ.
د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې دوره د سرطان د میاشتې له لومړی نیټې پای ته رسیدلي خو یو میاشت وړاندې جمهور ریس اشرف غني د یوې اعلامیې له صادرولو سره د دوی د کار موده تر راتلونکو انتخاباتو پورې وځنډوله.
دا په داسې حال کې ده چې مشرانو جرګې ویلي له دې وروسته ورته د ولسي جرګې پریکړې د منلو نه دي.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی به د دوبي رخصتیو ترختمیدو پورې د ولسي جرګې د انتخاباتو نیټې ته منتظر وي:
((تریوې نیمې میاشتې موږ هم منتظر یو ترڅو پوه شو د انتخاباتو لپاره د جمهور ریس تصمیم څه دی، له هغې وروسته چې موږ بیا مجلسونو ته راغلو په دې به وغږیږو چې ایا پریکړې منو که نه؟))
له دې سره د انتخاباتو د څاربنسټونه وايي چې د شفافو انتخاباتو لپاره په کار ده چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره ټاکل شوی کمیسیون خپلې چارې په چټکی سره ترسره او د خلکو باور د جلبولو لپاره کار وکړي.
بل خوا که څه هم د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ په کار پیل وکړخو د انتخاباتو د اټکلی نیټې په اړه څه نه وايي.
خو دا چې د دوی اصلاحات به ترکومې کچې وي، څومره وخت به ونیسي او بالاخره د ولسي جرګې د انتخاباتو نیټه به کله اعلان کړي، هغه سوالونه دي چې د دوی کار ورته ممکن ځوابونه پیدا کړي.
یوسف خان ځدراڼ