د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

مشرانو جرګه: د لوګر وروستۍ پېښه دې دقیق وڅیړل شي


د افغانستان مشرانو جرګې د لوګرد وروستۍ پيښې په اړه اندیښنه وښوده او په دې اړه یې د دقیقو پلټنو غوښتنه وکړه.

د مشرانوجرګې غړیو نن ( د سې شنبې په ورځ) په عمومي مجلس کې د دغه پيښې پر وړاندې د حکومت پر دريځ هم انتقادونه وکړل.

د لوګرد بره کي برک په چهلتن دره کې د دوشنبې په سهارد ملي اردو پر پوستو د امریکایي ځواکونوپه حمله کې لس افغان سرتیري ووژل شول او څلور نور ټپیان شوه.

مشرانو جرګې په لوګرکې د نړېوالو ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې د افغان سرتیرو پر وژل کیدو سخت غبرګون و ښود.

مشرانوجرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، دا موضوع باید دقیقا وڅيړل شي او د بیا تکراریدو د مخنیوي لپاره یې لارې چارې ولټول شي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیارپه عمومي غونډه کې په دې اړه وویل:

((زه د ملي وحدت حکومت یا مشرانو ته یو پيغام لرم. کله چې هم داسې یو برخورد تصادفي پيښې د افغانانو له خوا هم پر امریکایانو حملې شوي دي او امریکایان یې وژلي دی. باالمقابل امریکایانو فورا هم هغه سرباز وژلی. موږ هم د بالمثل حرکت غوښتونکي یو.))

امریکایي ځواکونو د دوشنبې په سهارد لوګرد بره کي برک ولسوالۍ د چهلتن په دره کې د ملي اردو پر پوستو حمله وکړه چې په نتیجه کې یې لس سرتیري ووژل شول او څلور نور ټپیان شوه.

امریکایي چارواکو د دغې پيښې له قربانیانو سره غم رازي څرګنده کړه او د پيښې د څيړنې ژمنه یې کړې ده.

ولسمشرمحمد اشرف غني هم پردې پيښې د خواشینۍ په څرګندولو سره له ایتلافي ځواکونو د احتیاط غوښتنه کړې ده.

له دې وړاندې په لوګراو یو شمېر نورو ولایتونو کې هم داسې پيښې شوي او ان د نړېوالو ځواکونو په بمباریو کې په خپله بهرني سرتیري هدف ګرځول شوي دي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دې پيښې د پلټنې لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی او خپل کار یې پيل کړی دی:

((دا له وخته مخکې ده چې نتیجه یې اعلان کړو. مګر څیړنه پيل شوې او دوه کمیسیونونه جوړ شوي. یو چې ما پرون یاد کړ او یو بل کمیسیون هم په لوړه کچه رامنځ ته شوی دی.

زه فکر کوم چې په نږدې راتلونکي کې به یې نتیجه اعلان کړو.))

کتونکي وایي چې د دا ډول حملو د رامنځ ته کیدو یوعلت دا دی چې نړېوال ځواکونه کله ناکله عملیات په همغږۍ سره نه ترسره کوي او یا هم په ځینو مواردو کې ناسم استخباراتي معلومات ورته رسیږي.

دغه کارپوهان د دا ډول پيښو د مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي چې نړېوال باید له افغان ځواکونو سره په پوره همغږۍ عملیات وکړي.

XS
SM
MD
LG