د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۸

بره کي: په اختر کې پلاستیکي وسلو ۱۱۶ ماشومان ټپیان کړي دي


په کابل کې د نور د روغتون مسولین وايي چې د تېر شوي اختر په شپو او ورځو کې له سلو څخه ډېر ټپیان ورووستل شوي چې د پلاستیکي وسلو په مرمیو یې سترګو ټپونه لیدلي.

له یوې خوا د ناامنیو، مخامخ جګړو او د وسلو د ډېر استعمال تصویرونه او له بلې خوا د ماشومانو لپاره د همداسې ډېرو پلاستیکي توکو واردول د افغان ماشومانو په ارواه دومره اغیز کړی چې سږ کال په کمکي اختر کې د ډېرو ماشومانو د ساعت تېرولو شی وسله وه.

د کابل د نور د رغتون چارواکي وايي چې دې چارې د پلاستیکي وسلو په واسطه د سترګو د ټپیانو شمېره لوړه کړي او یوازې د اختر په شپو او ورځو کې ۱۱۶ ناروغان له دوی سره ثبت دي.

د دغه روغتون رییس محمد یوسف برکي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ دا شمېره د سږ کال په اختر کې اتیا فیصده ډېر والی ښيي:

((موږ تر ټولو ډېر ارقام لرو، د اختر په اوله په دې سپکو وسلو ۴۲ ټپیان په دویمه ورځ ۳۴ او دریمه بیا شاوخوا څلوېښت ناروغان وو؛ موږ دې لوړ رقم اندېښمن کړي یو چې ۸۰ فیصده ډیروالی ښيي.))

ښاغلی برکي وايي، په دې ټپیانو کې ډېری یې بستر شول او یو شمېر چې قوي ضربې یې لیدلي وې تر عملیاتو ورسیدل.

بل خوا په داسې حال کې دا ارقام او د پلاستیکي وسلو او پټاقیو استعمال سږ کال لوړه اندازه ښيي چې له اختر څخه مخکې د کورنیو چارو وزارت په ټولو دې بندیز اعلان کړی و.

خو له دې ټولو سره د ماشومانو دا مجازي جګړې او کمینونه په تېر اختر کې دومره ګرم وو چې تر ډېره لاروي هم ترې په امن کې پاتې شوي نه دي.

عبدالمبین چې په یوه سترګه ټپي شوې او د اختر له لومړۍ ورځې راهیسې په روغتون کې پروت دی؛ موږ ته تې خپله کیسه داسې وکړه:

((مازیګر مهال و چې له ملګرو سره ولاړ وم د ماشومانو اوازونه شول چې یو ناڅاپه زما په سترګو مرمۍ ولګېده؛ په ځمکه وغورځېدم او په ځان نه پوهیدم؛ په سترګو کې مې سرې پردې راغلې.))

په همدې حال کې ادریس نومي ماشوم چې پلاستیکي مرمیو تر روغتونه رسولی وایي؛ په لګیدلي سترګه لیدل نه شوي کولای:

((زه په زینو کې کوځیدم چې ملګرو مې په مرمۍ وویشتم؛ سترګه کې مې اوبه واچولې خو روغ نه شوم؛ اخر مې نیا ته وویل چې په سترګه لګیدلی یم.))

د پلاستیکي توپانچو، توپکو او ډول ډول نورو وسلو ا و مرمیو استعمال او جګړو څخه که دا ټپیان تر روغتونه رسیدلي خلک وايي؛ مخکې له دې چې دا پېښې رامنځته شي؛ حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

د کابل اوسیدونکي نجیب الله ازادي راډيو ته وویل؛ که حکومت د داسې وارداتو مخنیوی ونه کړي؛ په هېواد کې به تاوتریخوالی ډير شي:

((یو خوریی مې لګیدلی، درې ورځې کیږي چې په روغتون کې ړنده سترګه پروت دی؛ په کور او کلي کې یې دا پدیده پیدا کړه؛ موږ به پخوا له داعش او طالبانو ډارېدو اوس د دې سره څه وکړو؛ زه خو نه پوهیږم چې ولې زمینه برابریږي چې کور - کور مو بدۍ وکړي.))

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي؛ د ګمرکاتو په قوانینو کې تغیر راغلی او دا قوانین داسې دي چې ډېر شیان هېواد ته په اسانه واردیږي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي؛ که څه هم د پلاستیکي وسلو په واردولو دوی هم خوښ نه دي؛ خو د نوو قوانینو له مخې دوی د مخنیوي څه اجراییوي صلاحیت نه لري.

((موږ د دې وسلو له واردولو سره چې د جنګ فرهنګ عاموي مخالف یو؛ دا باید هم بند شي، خو موږ دلته څه اجرات نه شو کولای؛ البته د عاطفې له مخې مو له سوداګرو غوښتي چې داسې شیان را وارد نه کړي؛ دا ډېر بد فرهنګ دی، د ورکولو لپاره یې همغږی او مرستې ته چمتو یو.))

په کابل ښار او ګڼو نورو ولایتونو کې د اصلي وژونکو وسلو تر څنګ د ساعتیري دې وسلو دا زیانونه داسې وخت رسولي چې ارواه پوهان د داسې ساعت تېرولو دوام خورا زیانمن ګڼي.

دوی وايي، که ماشومان همداسې خپل سریو ته پرېښودل شي؛ نو د عاطفې حس بایلي، له وسلو، ویشتلو او ځورولو سره لېوالتیا پیدا کوي او بالاخره ټولنه د بدبختیو او جګړو په لوري بیولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG