د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

وزیري: د دولت له چوکاټه بهر د ملیشو جوړولو اجازه هیچاته نه ورکوو


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دولت له چوکاټ بهرملیشه يي ځواکونه رامنځ ته کړي.

په دې وروستیو کې داسې اندېښنې شته چې په حکومت کې شامل ځیني شخصیتونه غواړي په خپلو سیمو کې د وسله والو سره د مبارزې لپاره ځانګړې ملیشې جوړې کړي.

د افغانستان د دفاع وزات ویاند وايي، هرډول ځواکونه به د حکومت په تشکیلاتو کې د ننه رامنځ ته کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د خپل کور، کلي او هېواد ساتل د هر افغان حق دی، خو هیڅوک دا حق نه لري چې د دې کار لپاره د حکومت د امنیتي تشکیلاتو څخه بهر ځواکونه او ملیشې جوړې کړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، هر افغان هر چیرې چې وي باید د خپل کور او سیمې دفاع وکړي او د هېواد دښمنانو ته ځای ورنه کړي. خو دا په دې معنی نه ده چې وسله والې ډلې جوړې کړي او یا یوه بله اردو رامنځ ته کړي.

د حکومت له چوکاټه بهرد ملیشو د جوړولو په اړه وروسته له هغې اندېښنې زیاتې شوې چې د ولسمشر لومړي مرسیتال جنرال رشید دوستم، د بلخ والي عطا محمد نور او د اجرایه ریس مرستیال محمد محقق په ځینو سیمو کې د طالبانو پرضد د ګډې مبارزې لپاره چمتوالی وښوده.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، فکر نه کوي چې دوی به داسې ځواکونه رامنځ ته کړي چې د دولت له تشکیلاتو څخه به بهر و اوسي او خپلسری چلن به کوي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه، ګومان نه کوي چې د ولسمشر او اجرايي ریس مرستیالان به د حکومت له تشکیله د باندې ملیشې رامنځ ته کړي بلکې دوی که هر څه کوي هغه د افغانستان د وسلوالو ځواکونو په چوکاټ کې وي.

بل خوا د افغانستان ولسي جرګه هم وایي چې د افغان ځواکونو له چوکاټ بهرد خلکو وسله وال کول او ملیشې جوړول د نه منلو دي او افغانان به هیڅکله د دغه کار اجازه ورنه کړي.

د دې جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جنرال دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق باید د دغه اییتلاف پر ځای د افغان پوځیانو پیاوړتیا ته خپلې هڅې زیاتې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکارمحمد حنیف اتمرهم له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې وویيل چې دفاع د افغانانو حق ده؛ خو د افغان ځواکونو له چوکاټه بهر هیڅ ډول وسله وال حرکت قانوني جواز نه لري.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیرمحمد فقیرهم د حکومت له چوکاټه وتلې وسلوالې ډلې جوړول په افغانستان کې د لا ډیرې بهرنۍ لاس وهنې لپاره زمینه سازي بولي.

وروسته له هغې چې د افغانستان په شمال کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي،د پخوانیو مجاهدینو او ملیشو ځینې مشران چې په حکومت کې هم لوړې دندې لري، دغلته بیا بیا د شخصي ملیشو او او ځواکونو د رامنځ ته کیدو خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز په څیر یو شمیر ولایتونه کې لادمخه خلک له هغو وسلوالو سر ټکوي چې ویل کیږي په حکومت کې د شاملو یو شمیر چارواکو اړوند دي او یا د هغوی ملاتړ ورسره دی.

XS
SM
MD
LG