د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

په کابل کې به د رکا شپږم کنفرانس جوړ شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د سیمه ییزې همکارې یا ریکا شپږم کنفرانس په نږدې راتلونکي کې په کابل کې جوړ شي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيوته وویل په دې کنفرانس کې د سیمیه ییزو، اقتصادي همکاریو په شته فرصتونو بحث کیږي.

د سیمې ټرانزیټ، ټرانسپورټ، سوداګري، انرژي او طبیعي سرچینې هغه موضوع ګانې دي چې د افغانستان لپاره د سیمه ییزې همکارۍ یا ریکا په شپږمه غونډه کې به پرې بحث وشي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت د دې مطلب له بیانولو سره وايي، په دې غونډه کې به په هغو پریکړو او بحثونوهم غور وشي چې د ریکا په پنځمه غونډه کې پرې ټینګار شوی وه.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، د ریکا شپږم کنفرانس د سنبلې د میاشتې په دولسمه او دیارلسمه نیټه په کابل کې جوړیږي:

((د دې کنفرانس عنوان له افغانستانه د وریښمو د لارې تیریدل دي، پردې سربیره د سیمې په کچه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو لکه سوداګرۍ، ټرانسپورټ، د سیمې په ټرانزیټ، انرژۍ، طبیعي سرچینو او نورو اقتصادي اړیکو او فرصتونو بحث کیږي.))

ښاغلی مستغني وايي، په دې غونډه کې به د شاوخوا اویا هېوادونو، نړېوالو او سیمه ییزو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

خو دا چې کوربه افغانستان به په دې کنفرانس کې څه اجنډا ولري د بهرنیوچارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د افغانستان لپاره د سیمې د اقتصادي همکاریو یا ریکا پنځم کنفرانس په تاجکستان کې جوړ شوی و.

له هغې وړاندې داسې ورته غونډې په نوي ډهلي، اسلام اباد، استانبول او تاجکستان کې جوړې شوي دي.

خو دا چې د دې غونډو اغیزې څه وي د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان وايي چې په تیرکې یې نتیجې ډيرې نه دي احساس شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ چارو پخواني وزیرمحمد امین فرهنګ ازادي راډيو ته وویل، افغانستان باید دا ځل له یو مناسب پلان سره په غونډه کې ګډون وکړي ترڅو وکولای شي د سیمې هېوادونو او نړېوالو سازمانونو پاملرنه جذب کړي:

((دا پروژې چې کله عملي شي نه یوازې د افغانانو لپاره د کار او عوایدو ځای پیدا کیږي بلکې د دې پروژو مسیرپه افغانستان کې د افغاني تولیداتو استعمال او پانګونه ډیروي چې بیا همدا کیدلای شي له همدې لارې نړۍ ته عرضه شي چې دا کار خپله د اقتصادي پرمختګ او د دولتي عوایدو د ډيروالي سبب ګرځي.))

په داسې حال کې چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تر اوسه په بېلابېلو هېوادونو کې مختلف کنفرانسونه جوړ شوي خو د چارو څیړونکي وایي دغه هیواد لا هم نه دی توانېدلی چې نړیوالې مرستې سمې جذب او ولګوي.

دوی سپارښتنه کوي چې د داشان یوې چارې لپاره افغانستان منظمو پالیسیۍ او ظرفیت جوړولو ته اړتیا لري.

یوسف خان

XS
SM
MD
LG