د ولسي جرګې غړی د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د داعش د فعالیتونو څخه شکایت کوي.
دی وایي چې خلګ په ختیځو ولایتونو کې له حکومت څخه خوښ نه دی او په دې برخه کې د حکومت نه پاملرنې دوی نا هیلې کړې دي.
زموږ همکار سباوون کاکړ په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت له استازي حاجي امېر خان یار سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې تاسو په ختځو ولایتونو کې د داعش فعالیتونه څنګه عرضوئ؟