د پاکستان د بهرنیو وزارت وايي، د افغان حکومت او طالبانو استازو موافقه کړې د سولې خبرې اترو ته به دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې تیره ورځ اسلام اباد ته نږدې د مري په تفریحي ښارګوټي کې ترسره شوې، خبرپاڼه زیاتوي چې دا خبرې په ښه مثبت فضا کې ترسره شوي او په کې د چین او امریکا استازو برخه درلوده.
تردې مخکې افغان حکومت ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ یو پلاوي له طالبانو سره د مسقیمو خبرو لپاره په اسلام اباد کې دي.
د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي: له کابله یو پلاوی اسلام اباد ته تللی څو د سولې د بشپړو مذاکرو د رسمي پیل لپاره د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.
دا اول واردی چې ولسمشرغني رسما، له طالبانو سره مخامخ خبرې تائید کړې.
د ارګ خبرپاڼې پرون [سه شنبه] د ولسمشر غني په حواله وویل: د دې لیدنې هدف د دوامدارو خبرو پيل او د باور رامنځ ته کول دی.
د پاکستان صدراعظم دا خبرې یو ستر پرمختګ بللی دی.
اړونده موضوع:
غني: له طالبانو سره به د سولې خبرې له قوي دريځه وکړو