د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

صدیقي: د سیمه ییزو پولیسو د تشکیلاتو په رهبری کې بدلون راولو


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ویاند وايي، د دغه وزارت مشرتابه په یوه نوي اقدام کې غواړي چې د سیمه ییزو پولیسو د تشکېلاتو په سیستم او د رهبری په ډول کې تغیر راولي.

صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ د دفاع وزارت له چارواکو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، له دې پریکړې وروسته به سیمه ییز پولیس د پولسو د عمومي قوماندانۍ تر ادارې لاندې راشي.

د سیمه ییزو پولیسو څخه د حکومت د نه ملاتړپه موضوع د ډيرو انتقادونو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، داسې پریکړه شوې چې له دې وروسته به سیمه ییز پولیس د ښه ملاتړ په خاطر د ملي پولیسو د نظارت لاندې وي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د دې هدف لپاره د درېیو امنیتي ارګانونو او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې څخه تشکېل شوي پلاوي ولایتونو ته سفرونه پیل کړي، ترڅو د دغو ځواکونو د فعالیت ډول وڅيړي.

ښاغلی صدیقي وايي، د دغې پریکړې له مخې د سیمه ییزو پولیسو کنټرول، ورڅخه څارنه او ملاتړ د اړونده ولایتونو د امنیه قوماندانۍ په واک کې ورکول کېږي:

((له دې وروسته د سیمه ییز پولیسو د ادارې مسولیت د قوماندانۍ مربوط کېږي او په سیمه کې دا ځواک به د امنیه قوماندانۍ تر ادارې لاندې کار وکړي.

په ورته وخت کې به امنیه قوماندانۍ په ولسوالیو کې د سیمه ییزو پولیسو څخه ښه ملاتړ ولري.))

دا تصمیم داسې مهال نیول کېږي چې د راپورونوله مخې د جلریز په ولسوالۍ کې وروستۍ نښتې ته چېرته چې دیرش تنه سیمه ییز پولیس ووژل شول د ملي پولیسو او اردو هیڅ مرسته رسیدلی نه وه.

د ملي وحدت حکومت اجرایه ریس هم د دوشنبې په ورځ وویل لومړی څيړنې ښيي چې د سیمه ییزو پولیسو سره د نورو امنیتي ځواکونو له خوا مرسته نه وه شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د هېواد په شاوخوا ۱۵۴ ولسوالیو کې نږدې دیرش زره سیمه ییز پولیس د امنیت د ټینګښت لپاره په دندو ګمارل شوي دي.

په داسې وخت کې چې ډيرکله د سیمه ییزو پولیسو په اړه شکایتونه موجود دي د امنیتي چارو ځيني کارپوهان د هغوی د ښې دندې په خاطر د کورنیو چارو وزارت نوی تصمیم ګټور ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال او امنیتي کارپوه عبدالهادي خالد په دې اړه ازادي راډيوته وویل:

((دا ښه خبره ده چې د امنیه قوماندانۍ اړوند کېږي دا کارهم د تشکېلاتو، هم د ښوونې او روزنې او هم د قوې د ښې استعمال په خاطر ګټور دی، امنیه قوماندانۍ په خپلو ولایتونو کې کولای شي چې د هغو مرستو ته ورسیږي او په تکتیکي برخو کې ورسره ډيرې مرستې کولای شي.))

له دې سره که له یوې خوا د سیمه ییزو پولیسو په فعالیت ډير وخت انتقادونه کېږي له بلې خوا داسې انتقادونه هم شته چې یو شمېرځایي قوماندانان او زورواکي د هغوی څخه د خپل ځان په ګټه کاراخلي او په غیرقانوني کارونو یې مجبوروي.

دا هغه څه دي چې د کورنیو چارو وزارت یې هم تاییدوي او وایي چې د دې وزارت د نوي پریکړې له عملي کېدو سره به ډيرې دا ډول ستونزې له منځه ولاړې شي.

خو دا چې د کورنیوچارو وزارت به ایا د دې تصمیم په عملي کېدو کې چې وکولای شي د څوکلونو ريښه لرونکي ستونزې حل کړي بریالی شي که نه هغه څه دي چې وخت به یې روښانه کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG