د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

طالبان هڅه کوي په افغانستان کې د داعش د نفوذ مخه ونیسي


نړېوالو رسنیو تر ډېره په افغانستان کې د اسلامي ډلې د نفوذ او په اړه د طالب وسله والو د اندېښنو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

خلیج ټایمز:

خلیج ټایمز ورځپاڼه د افغان طالبانو پر وړاندې د داعش د ډلې د خطر په اړه په یوه مطلب کې لیکي؛ طالبان له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو فعالیتونو په زیاتولو سره نه یواځې غواړي خپل ځان تثبیت کړي بلکه هڅه کوي چې په دې هېواد کې د داعش د مخ په زیاتېدونکي نفوذ مخه ونیسي.

خلیج ټایمز د افغانستان په شمال په تېره بیا کندز کې د طالبانو د فعالیتونو زیاتوالي او په کابل کې د ملي شورا پر ودانۍ وروستي برید ته په اشاره لیکي؛ د یوشمېر سیمه ییزو کارپوهانو په وینا؛ د افغان امنیتي ځواکونو کمزورتیا ته په پام سره طالبانو د امنیتي خلا څخه په ګټه اخیستو دغه بریاوې ترلاسه کړي؛ خو د ورځپاڼې په وینا، طالبان دغه راز په خپلو لیکو کې د هغو قومندانانو ترسخت فشارلاندې هم دي چې داعش ځان ته جذب کړي یا یې جذبوي.

ورځپاڼې، په لندن کې د اقتصاد او سیاسي علومو د پوهنتون د منځني ختیځ د څانګې د پروفیسور فواز جیرجیس هغه خبره را اخیستې چې ویلې یې دي؛ په اوس وخت کې په روانه سیالي کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته د بریالۍ ډلې په توګه کتل کیږي چې د طالبانو او حماس په ګډون نورو اسلامي ډلو او سازمانونو ته یې جدي خطرونه پیښ کړي دي.

خو په واشنګټن کې د هریتیج فونډیشن د آسیا د څیړنیزمرکز څیړونکې لیزا کارتیز وایي؛ طالبان به خپل مشر ملاعمر ته وفادار پاتې شي؛ خو دوی دا هم درک کړې چې دې ته په پام سره چې یوشمېر جګ پوړي غړي یې د هغه د نه ښکاره کېدو له امله ناراضه دي؛ ښایي داعش یې ځانته د جذبولو هڅې وکړي.

ډېر کلونه کیږي چې ملاعمر نه چا لیدلی او نه یې هم ترې څه اوریدلي دي.

کارتیز وایي، په اوس وخت کې د دې نښه نه لیدل کیږي چې طالبان دې ابوبکر البغدادي ته د وفاداری اعلانولو په فکر کې وي؛ خو د دې احتمال څوک نه شي ردولی چې بالاخره به دغه کار ونه شي.

د کارتیز په وینا طالبانو پرملي شورا په وروستۍ حملې سره غوښتل وښیي چې دوی د دې هېواد په جګړه کې یوه برلاسې ډله ده او داعش به یې له منځه یونسي.

ډېلي سټار:

له لبنان څخه خپریدونکي ډېلي سټار ورځپاڼه هم په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه په یوه مطلب کې لیکي؛ داعش د افغانستان په درېیو ولایتونو، ننګرهار، فراه او هلمند کې فعاله ده. دا خبره د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي د یکشنبې په ورځ وکړه. خو هغه د دې ډلې پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د بریالیو عملیاتو خبره هم وکړه.

د ډېلي سټار په وینا طالبانو چې له څوارلس کالو راهیسې د حکومت پرضد جنګیږي او په دې درې واړو ولایتونو کې هم فعالیت مخ ته وړي؛ داعش ته خبرداری ورکړی چې ځان دې له دې هېواده لیرې وساتي.

ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ خپرونه بیا، د اسلامي دولت ډلې د افغانستان پرطبعي زیرمو سترګې ښخې کړي؛ تر سرلیک لاندې په یوه مطلب لیکي؛ د اعش چې په وروستیو اونیو کې یې په افغانستان کې د فعالیت په اړه ډیرې خبرې کیږي؛ تراوسه دانده روښانه چې دا ډله په دې هېواد کې کوم اهداف تعقیبوي او دا هم نه ده څرګنده چې ایا هغه به وتوانیږي چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو په وړاندې د جګړې د پرمخ بیولو ترڅنګ سیمې ترخپل کنټرول لاندې راولي.

خو د ډیپلوماټ خپرونې په لیکنه د دې ډېر احتمال شته چې داعش به کوښښ کوي چې د دې هېواد د کانونو پرصنعت چې کمزورې څارنه یې کیږي؛ خپل نفوذ ټینګ کړي، ترڅو له عوایدو یې په عراق او سوریه کې خپل روان عملیات تمویل کړي.

XS
SM
MD
LG