افغان چارواکي وایې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولي د رسمي خبرو په برخه کې د پاکستان د هڅو په اړه خبر ندي.
د افغانستان د سولي عالي شورا او هم د بهرنیو چارو وزارت وایې چې اسلام آباد تر اوسه پدې اړه له دوی سره اړیکه نده نیولې .
د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت په چاروکې د پاکستان د صدراعظم سلاکار ویلي چې اسلام آباد هڅه کوي ډیر ژر د افغان چارواکو سره د طالبانو د ناستي زمینه برابره کړي.
طالبان هم له افغان حکومت سره د رسمي مذاکراتو د پیل احتمال ردوي .