د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

ذکي: ناامني د ولسي جرګې او جمهوري ریاست تر دراوزو رارسیدلې


د افغانستان ملي شورا د دوشنبې په ورځ د اووه حمله کونکو د چاودنو او ډزو شاهده وه.

د ولسي جرګې د اجنډا له مخې ټاکل شوې وه چې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال له خوا معصوم ستانکزی نن دفاع وزارت ته رسما ور معرفي شوای وای.خو د ملي شورا ودانۍ ته د ننوتلو دروازې او شاوخوا ځایونو کې چاودنو د دې غونډې نظم ګډوډ کړ.

د افغانستان ولسي جرګه په داسې یوې ورځ د یوې بې سابقې حملې هدف وګرځیده چې ټاکل شوې وه د جمهوري ریاست دویم مرستیال دفاع وزارت ته کاندید معصوم ستانکزی دغې جرګې ته د رایې ورکولو لپاره ورپيژندلی وی.

له دې چاودنو مخکې په امتیازي وخت کې هم د ولسي جرګې غړو د ناامنیو زیاتیدو په اړه خبرې کولې او حکومت یې په ناغیړۍ تورناوه.

د خلکو استازي قدرت الله ذکي له دې چاودنو مخکې د همداسې پیښو څخه شکایت کاوه چې ګویا ناامني د ولسي جرګې او جمهوري ریاست تر دراوزو رارسیدلې ده:

((د مرکزي حکومته مو هیله دا ده چې که د روژې په دې مبارکه میاشت کې د افغانانو امنیت تامینولای شي په میړانه دې ووایي؛ خو که ستونزې لري او نه شي کولای په ښکاره دې ووایي، تر څو موږ د امنیتي ځواکونو سره د جنګ په میدان کې ودریږو.))

د ولسي جرګې غړو په همدې موضوعاتو له غوصو ډک بحثونه کول خو ممکن له دې بې خبره چې وسله والوحمله کوونکو د دوی ترڅنګ ځانونه ور رسولي دي.

د ازاد بحث له ختمیدو سره د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي له اداري هییته وغوښتل چې د جمهور ریس دویم مرستیال سرور دانش ته غونډې ته د ننوتو بلنه ورکړي ترڅو رسما د دفاع وزیر ولسي جرګې ته ور معرفي کړي:

((د داخلي وظایفو له مخې نن د دفاع وزیرد معرفي کیدو اجنډا ده چې له دارلانشا هیله کیږي میلمنو ته دعوت ورکړي.))

په همدې وخت کې درنده چاودنه وشوه او هرې خوا د جرګې د غړو غږونه شوه او د تالار څخه د وتلو هڅې

د ولسي جرګې رییس بیا د غونډې په نظم ټينګار کاوه او ویل یې د بریښنا شارټۍ له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

بل خوا د کابل د امنیه قوماندان د څرګندونو په اساس دا لومړی انتحاري کوونکی و چې د چاودیدونکو موادو ډک موټرته یې ملي شورا ته د ورننوتو په امنیتي کمربند کې چاودنه ورکړه او غوښتل یې نورو حمله کوونکو ته د ننوتو لار خلاصه کړي.

د دویمې چاودنې سره امنیتي ځواکونه ملي شورا ته ننوتل او د خلکو استازي او خبریالان یې مصون ځای ته ولیږدول خو یو په بل پسې په سیمه کې د چاودنو غږونه اوریدل کیدل.

عیني شاهدانو د ولسي جرګې څخه د باندې د اتو چاودنو غږونه اوریدلي دي.

د کابل امنیه قوماندان د پیښې په سیمه کې خبریلانو ته وویل، د انتحاري کس سره حمله کوونکي اته نفره وه چې غوښتل یې ولسي جرګې ته د ننوتو دروازې ته ځان ورسوي، خو هدف ته د رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

((دا حمله کوونکي اوه کسان وه چې اوه واړه یې ووژل شول، په دې پیښه کې امنیتي ځواکونو او د خلکو استازو ته زیان نه دی رسیدلی خو هغه ملکي کسان چې له سیمې تیریدل اته ویشت کسان یې ټپیان شوي او دوه تنه نور چې یوه ښځه او یوه انجلی ده وژل شوي دي.))

دا چاودنې چې د دوشنبې په ورځ سهار شاوخوا لس بجې پیل شوې په کې د ولسي جرګې غړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی خو د ملکي لسګونو کسانو د ټپې کیدو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال عبدالبصیر سرور د استقلال په روغتون کې ازداي راډيو ته وویل، ترغرمي یو دیرش ملکي ټپیان روغتونو ته لیږدول شوي چې پکې پنځه ښځې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG