د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

سټولټن برګ: افغان ځواکونو تراوسه له مخالفینو سره موثره مبارزه کړې


د ناټو عمومي منشي یانس سټولټنبرګ وایي؛ افغان امنیتي ځواکونو تراوسه د وسله والو مخالفینو حملو ته مسوولانه ځواب ورکړی دی.

سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د جوړېدونکې سرمشریزې په درشل کې خبریالانو ته وویل چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه د اندیښنې وړ دي؛، خو زیاته یې کړه چې دوی د افغان ځواکونو په وړتیا باور لري.

نوموړي وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست معصوم ستانکزي سره به د افغانستان په وروستي امنیتي وضعیت بحث وکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې د ناټو په مرکزي قومندانۍ کې جوړیږي او د افغانستان امنیتي وضعیت یې هم د اجنډا یوه برخه ده.

د دې غونډې په درشل کې د ناټو یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط افغان خبریالانو ته وویل چې ناټو اوس په دې فکر کوي چې د غوڅ ملاتړ له ماموریت وروسته په افغانستان کې بل نوی ماموریت پيل کړي.

د ناټو دې چارواکي د نوي ماموریت په اړه ډیر جزیات ورنه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې د دوی د ځواکونو پوځي حضور به هم د دې نوي ماموریت یوه برخه وي.

د ناټو عمومي منشي او نورو چارواکو د افغانستان په ملي شورا حمله په ډیموکراسۍ حمله وبلله او زیاته یې کړه چې وسله وال مخالفین د خپل قوت د ښودلو لپاره تل په مهمو ځایونو حملې کوي.

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د داعش ډلې موجودیت یو جدي ګواښ ونه باله او زیاته یې کړه چې له افغان ځواکونو سره به د دې ډلې د ځپلو په هدف هم مرسته کوي.

سټولټن برګ وویل چې دوی ته د افغانستان وضعیت مهم دی او له خپلو پخوانیو ژمنو سره سم به د افغان ځواکونو تمویل؛ تجهیز او روزنې ته دوام ورکوي.

ده وویل چې په اوږد مهال کې به افغان ځواکونه کاملاً په خپلو پښو ودریږي او د افغانستان امنیت به خوندي کړي.

راپور: اسدالله لودین - بروکسل

XS
SM
MD
LG